د کولمې د پړسوب ناروغي او د انتي بیوتیک کارونه
څېړنو موندلې چې د دوامداره انتي بیوتیک کارول د کولمې د پړسوب ناروغي لکه د کرون ناروغي او د ټپ کولایټېس پیدا کېدو خطر زیاتوي، له انتي بیوتیک کارونې وروسته تر یو یا دوه کالو پورې خطر موجود وي. په هر عمر کې امکان لري خو که چېرې عمر له ۴۰ کالو زیات وي او دوامداره انتي بیوتیک وکاروي نو تر نورو د کولمې د پړسوب د ناروغي له خطر سره زیات مخ وي. یوازې د انتي بیوتیک یو ډول “نایټروفیورانټواېن” د کولمې د پړسوب ناروغي نه پیدا کوي، یاد انتي بیوتیک د ادرارو په کانال کې د عفونیت لپاره نسخه کیږي. څېړونکي په دې اند چې د ګېډې مایکروبایوم د کولمې د پړسوب په ناروغي کې حیاتي رول لري او ډېری انتي بیوتیک یې کمولی شي. انتي بیوتیک د هر عفونیت لپاره اغیزمن دي خو په ورته وخت کې په لنډمهاله او اوږد مهاله توګه جانبي عوارض هم لري.
کله باید انتي بیوتیک وکارول شي ؟
سره له دې چې انتي بیوتیک جانبي عوارض لري خو د ځینې روغتیايي حالتونو لپاره یې کارول اړین دي، خو هغو حالتونو کې چې د انتي بیوتیک اړتیا نه وي باید له نسخه کولو او کارولو یې کلکه ډډه وشي. د انتي بیوتیک زیات کارول یوازې له انتي بیوتیک سره د باکتریا مقاومت نه زیاتوي بلکې د کولمې د پړسوب ناروغي او نور جانبي عوارض رامنځته کولای شي په ځانګړې توګه د زیات عمر کسانو کې.
د کولمې پړسوب کې دوه روغتیايي حالتونه موجود وي یویې د کرون ناروغي ده او بل یې د ټپ کولایټېس دی.
د دواړو حالتونو علایم سره ورته دي او لاندې یاد شوي :
– نس ناستی
– ګېډه کې درد
– په کلمه کې د وینې بهېدنه کومه چې له غایطه موادو سره بهر وځي
– د وزن له لاسه ورکول
– ستړیا
تر اوسه پورې مسلکي کسان په دې نه پوهیږي چې څرنګه د کولمې د پړسوب ناروغي رامنځته کیږي خو ممکن لاملونه یې لاندې یاد شوي :
– د ایمني سیستم غبرګون : چېرې چې ایمني سیستم ویروس او یا چاپېریالي فکتور او داسې نورو ته غبرګون ښي او کلمه کې د پړسوب لامل کیږي
– ممکن له خپلې کورنۍ ناروغ ته په ارث پاتې وي
– د انتي بیوتیک زیات کارول
– خواړه
– په ښار کې ژوند
– د عمر زیاتېدل