د کولمې د پړسوب لپاره بیولوجیکي درملو ته ورته درمل
د کولمې د پړسوب لپاره بیولوجیکي درمل ډېر اغیزمن دي خو قیمت یې ډېر لوړ دی. په اوس وخت کې بیولوجیکي درملو ته ورته درمل جوړ شوي، په انګرېزۍ کې ورته د (Biosimilars) نوم اخلي او قیمت یې هم تر بیولوجیکي درملو ډېر کم دی. دا چې قیمت یې کم دی نو اغیز یې هم کم دی او که نه ؟ د دې سوال د ځواب لپاره لیکنه تر پایه ولولئ.
بیولوجیکي درملو ته ورته درمل څه دي ؟
بیولوجیکي درملو ته ورته درمل داسې تولید شوي درمل دي کوم چې تقریبا د بیولوجیکي درملو په څېر دي. اړینې برخې یې یو بل ته ورته دي لکه فعال اجزاء، بدن کې د کار کولو طریقه او د ډوز کېدو طریقه. فارمسي یې له دې پرته د سرطان او سوریاټېک ارترایټېس د درملنې لپاره هم تولیدوي.
کله چې یو شرکت د څېړنو له مخې یو درمل جوړ کړي نو جوړولو سره یې له حکومت د تولید جواز هم اخلي او یاد جواز یې له نورو د تولید حق اخلي. د تولید حق یې تر ۲۰ کالو پورې محفوظ وي او له شلو کلونو پس نور شرکتونه کولای شي د یادو درملو کاپي تولید کړي. په فارمسي کې اصلي درملو ته د درملو مرجع (reference product) نوم اخلي. بیولوجیکي درملو ته ورته درمل هم د اصلي او قیمتي درملو ارزانه د تولید کاپي ده.
بیولوجیکي درمل په لوړه کچه پېچلي درمل دي، د ژوندیو حجرو په داخل کې جوړیږي، د جوړېدو بهیر یې تخنیکي نه دی او دا امکان نه لري چې په هو بهو طریقه دې درمل بیا ځلې تولید کړي خو د تولید د بهیر پایله یې یو بل ته ورته وي.
د دواړو درملو توپیر د نوم له مخې هم کولای شئ. په پیل کې لاندې درمل بیولوجیکي درمل دي او ورپسې بیولوجیکي درملو ته ورته درمل دي.
بیولوجیکي درمل :
adalimumab (Humira)
infliximab (Remicade)
ustekinumab (Stelara)
د بیولوجیکي درملو ته ورته درملو نوم کې د – نښان وي لاندې یې بېلګې وګورئ :
infliximab-dyyb (Inflectra)
infliximab-axxq (Avsola)
infliximab-abda (Renflexis)
دواړه درمل د کولمې د پړسوب د ناروغي درملنه په ورته طریقه کوي. هغه کیمیاوي پیغام رسونکي هدف کوي کوم چې کولمو ته د پړسوب لپاره سګنال یا پیغام لېږدوي. په ورید کې تذریق کیږي.
د کولمې د پړسوب د ناروغي د درملنې نورې طریقې
د درملنې طریقه یې ستاسې له روغتیایي حالت سره او د کولمې د پړسوب د ناروغي له کچې سره تړاو لري. معمولا بیولوجیکي درمل په پیل کې سملاسي نه نسخه کیږي. ډاکټر په پیل کې داسې درمل نسخه کوي کوم چې پړسوب کموي او د کولمې د پړسوب ناروغي د بېرته راګرځېدو مخنیوی کوي. د یادې چارې لپاره ممکن له لاندې ترکیب کار واخلي :
5-aminosalicylic acid, such as mesalamine
corticosteroids
immunomodulators, such as azathioprine or methotrexate
خو که چېرې د ناروغي کچه ډېره لوړه وي او یا یې مخنیوي کې پورته یاد شوی ترکیب کار ونه کړي نو ممکن ډاکټر مو بیولوجیکي درمل او یا بیولوجیکي درملو ته ورته درمل نسخه کړي.