د حشرو خوله لګول ممکن پیل کې درد ولري، کله چې ستاسې بدن کې د خولې لګولو له لارې او یا د نېښ چوخ کولو له لارې زهر پرېږدي نو له درد وروسته پکې حساسیت پیدا کیږي. د هرې حشرې د چیچل کېدو د ځای په څرنګوالي کې توپیر وي.
وحشي ژوند مو که کور کې وي، که ستاسې انګړ کې وي، که کلي یا ښار کې وي او هواره یا غره کې وي او که په وچه کې یا اوبو کې وي هر ځای کې د خپلې سیمې او خپل ځان دفاع کوي. هغه حشرې لکه مېږی، لړم، مچۍ او غڼې که چېرې تاسې ورنږدې شئ نو ممکن یا خوله درباندې ولګوي او یا نېښ درکړي. په دې ژو کې یې ډېری په تاسې تر هغو برید نه کوي تر څو مو چې لاس نه وي ور وړی او یا مو کار نه وي ورسره لرلای. په افغانستان کې د غڼې زهري ډولونو ته غونډل نوم اخلي.
د زهرو د اغیز کچه یې له نا ارامه کولو نیولې تر مړینې پورې امکان لري په ځانګړې توګه که چېرې یې له زهرو سره جدي حساسیت ولرئ. د یوې حشرې زهر ممکن په یوه کس یوازې نا ارامه کوونکي وي خو په بل کې ممکن د جدي حساسیت لامل شي او پړسوب، درد او سا بندي پکې رامنځته کړي. د حساسیت د مخنیوي لپاره یې تر ټولو غوره لار د اراکنید او حشرو له خولې او نېښ ځان لرې ساتل دي. که چېرې د حشرو زهر په یو کس کې د جدي حساسیت یا انافیلکسیز (anaphylaxis) لامل شي نو هرو مرو یې سملاسي روغتون بې له ځنده ورسوئ.
د چیچل کېدو عام علایم پړسوب، بخار، درد، د چیچل شوي ځای چار چاپېره ګرموالی بې حسه کېدل یا ستنې ستنې کېدل وي.
د جدي حساسیت علایم یې تبه، په سا اخیستلو کې ستونزه، د عضلو نیول کېدنه یا شخېدل، د زړه ضربان تېزېدل، د شونډو یا مرۍ پړسېدنه، زهني ګډوډي او بې هوښي ده. که چېرې په چیچل شوي کس دا علایم راڅرګند شي نو سملاسي یې د روغتون بیړنۍ څانګې یا ایمرجنسي ته ورسوئ.
که چېرې حشرې وچیچلئ او له چیچل کېدو څو ورځې پس درکې زکام ته ورته علایم راپیدا شول نو د ناروغۍ د مالومولو او مخنیوي لپاره ډاکټر ته ولاړ شئ تر څو مو ازموینې وکړي.
درملنه
د حشرو خوله لګول یا نېښ چوخول ډېری وخت کومې درملنې ته اړتیا نه لري او انسان ښه کیږي. چیچل شوی ځای مینځل او ګنګل یا یخ پرې کېښودل یې ارامېدو کې مرسته کوي. د بخار ضد ملهم پرې کارول هم ګټور وي. د خولې له لارې د درد ارامولو درمل خوړل او انټي هیسټامین هم ګټه رسولی شي. اوبو کې سوډا اچول او بیا پرې چیچل شوی ځای مینځل یې د علایمو ارامولو کې مرسته کوي.
که چېرې یې علایم جدي وو نو جامې یې ازادې کړئ، په څنګ یې څملوئ او که چېرې یې زړه ودرېده نو سي پي ار ورکړئ.
روغتون کې دایپي نېفرین په نامه هورمون ورته تذریق کیږي کوم چې د انافیلکسیز مخنیوی کوي.
د هرې حشرې د خولې لګولو او نېښ د ځای جوړښت توپیر لري.
د غڼې خوله لګول
ډېرې غڼې انسان ته کوم زیان نه اړوي، که چېرې انسان وچیچي نو چیچل یې کوم زیان نه لري او یا ممکن خوله لګول یې یوازې نا ارامه کوونکی وي. ځینې غڼې لکه توره کونډه، قیف ته ورته د ځالې جوړونکې او سرګردانه غڼه کولای شي انسان ووژني. د زهرو اغیز یې د انسان په عضلو او سږو کې ستونزه پیدا کوي. ډېری وخت یې ټول علایم له چیچلو دوه ساعته وروسته راڅرګندیږي. که چېرې په عضلو او تنفسي سیستم یې زهر اغیز وکړي باید سملاسي روغتون ته یوړل شي.
نسواري منزوي یا یوازې ژوند کوونکې غڼه
زهر یې انسان وژلی شي. د بدن رنګ یې سور رنګه یا نسواري وي. شپږ جوړه سترګې لري، دوه جوړه یې د سر یو بل څنګ کې وي او دوه د سر له پاسه وي. په تیاره ځایونو کې پټ وي. انسان هغه وخت چیچي کله چې ورسره ولګیږي او بدن ته یې فشار ورکړي. د چیچلو د ځای رنګ یې توپیر لري خو په منځ کې ټپ ترې جوړیږي. که چېرې په چیچل شوي کس کې تبه، د بدن درد، زړه بدوالی او کانګې، د وینې د سرو حجرو د ویجاړېدو له امله د وینې کموالی، په پښتورګو کې ستونزه او د عضلاتو د حجرو ویجاړونه پیل کړي نو یاد کس باید هرو مرو روغتون ته ورسول شي.
توره کونډه
د تورې کونډې لخوا چیچل شوی ځای ستنې ته ورته تېره درد لري. نر یې زهر نه لري او بې زیانه وي، د بدن کچه یې هم وړه وي او کله چې له ښځې سره جنسي نزدیکت وکړي، له اړیکې پس یې مړ کوي او له همدې امله ورته توره کونډه نوم اخلي. د ښځې رنګ یې تور وي او په ګېډه کې د سور رنګ نښان لري. په انسان برید نه کوي خو که چېرې د پښې یا بدن لاندې شي نو خوله لګوي. له چیچلو پس یې بدن کې د عضلو شخوالی رامنځته کیږي، سا لنډي پیدا کوي او که انسان روغتون ته ونه رسول شي نو د مړینې امکان یې شته وي. د زهرو اغیز تر دوه ساعته پورې راڅرګندیږي.
هوبو غڼه
د انسان بدن ته کوم زیان نه اړوي خو ځینې وخت کې د عضلو ستونزه پیدا کوي. بدن کې ټپ رامنځته کوي.
لیوه غڼه
تقریبا دوه انچه پورې اوږدوالی لري. که چېرې د انسان لخوا ګواښ احساس کړي نو انسان باندې برید کوي. چیچل یې بدن کې لوی ټپ رامنځته کوي.
اس مچ
د انسان وینه څکي. اوږدوالی یې یو انچ پورې وي. سوزي ته ورته درد لري. د چیچل کېدو ځای کې ممکن بخار او شینوالی پیدا شي.
د مچیو نېښ
پړسوب، بخار، سوزی پیدا کوي. ځینې کسان یې له زهرو سره جدي حساسیت پیدا کولای شي.
لړم
لړم مختلف ډولونه لري، د هر ډول د زهرو د اغیز کچه یې له نورو سره توپیر لري. په ماشومانو یې زهر د لویانو په پرتله زیات اغیز لري. که چېرې د لړم زهر په انسان کې د ستنې ستنې کېدو احساس، بې حسه کېدل، سا بندي، عضلو کې ستونزه، کانګې او نا ارامتیا پیدا کړي باید هرو مرو روغتون ته یوړل شي.
ښکلونکې حشره
ډېری وخت انسان په مخ او خولې سره نږدې چیچي. په خپل ځان کې پرازیت لري. چیچل یې کمه اندازه بخار پیدا کوي خو پړسوب ورسره وي. همداسې د چاګاس په نوم ناروغي د پرازیت له امله انسان کې پیدا کولای شي.
د هوسۍ مچ چیچل کمه پیدا کېدونکې باکتریايي ناروغي ټولاریمیا یا د سوی ناروغي پیدا کوي او له امله یې پوستکي کې ټپ، تبه او سر درد رامنځته کیږي.
د میاشو د نېښ ځای ګرد، کوچنی، پړسېدلي بخار ته ورته وي او له چیچل کېدو سملاسي وروسته راڅرګندیږي. پړسېدلی ځای بې رنګه کیږي، کلکیږي او بخار کوي.
سور غټ مېږی په تور او سور رنګ کې شته وي، د مېږیانو لوی نسل دی او په نسل کې یې مختلف ډولونه موجود دي، ټولو ډولونو ته (fire ants) عام نوم اخیستل کیږي. برید کوونکی چلند لري او زهر لري. که چېرې په انسان خوله ولګوي د خولې ځای یې سور رنګه پړسوب باندې بدلیږي او په منځ کې سیرم لرونکی، درد کوونکی او سوزی کوونکی سر لري.
کټمل او کټملو ته ورته سپږې مختلف ډولونه لري، ډېری وخت د انسان په پښو خوله لګوي، د چیچلو ځای یې یو نه وي بلکې څو برخې وي. له چیچلو پس سملاسي یې علایم راڅرګندیږي.
د بسترې کټمل بخار پیدا کوي، او بخار یې د حساسیت له امله وي. د بخار رنګ یې تېز سور او سر یې تور رنګه سور وي. د چیچلو ځای یې کرښې ته ورته یا د بخار د ګروپ شکل کې وي. تر ډېره د بدن داسې برخه باندې چیچل کوي چې په جامو نه وي پوښلې لکه لاسونه، پښې او غاړه. د چیچلو ځای کې یې سیرم لرونکي، سوزی کوونکي سرونه پیدا کیږي.
د خولې لګونکو مچانو خوله لګول په انسان کې درد، سوزی او بخار پیدا کوي. معمولا خوله لګول یې بې زیانه وي خو که چېرې د حشرو په ذریعه انتقالېدونکې ناروغي انسان ته انتقال کړي نو ممکن بدن سخت حساسیت ورته وښيي. که چېرې تاسې هغو هیوادونو ته سفر کوئ چېرې چې د حشرې په ذریعه ناروغۍ انتقالیږي نو داسې جامې واغوندئ چې لستوڼي یې اوږده وي، غاړه مو پټه وي او د حشرو ضد سپرې مو کارولې وي.
د سپګو خوله لګول
د انسان د بدن درې مختلف برخو کې مختلف ډوله سپږې ځای نیولی شي : د سر سپږې، د تخرګونو او د جنسي الې چار چاپېره برخه کې سپږې او د بدن سپږې. درېواړه مختلف ډوله پرازیت ګڼل کیږي. کله چې د انسان د وینې د څکلو لپاره په انسان خوله ولګوي نو د انسان ایمني یا دفاعي سیستم د خولې لګولو سیمه کې بخار ته ورته غبرګون رامنځته کوي. بشپړ ودې ته رسېدلې سپږه خړ/ سور رنګ کې وي، شپږ پښې لري، د بدن کچه یې د کنجد د وړې دانې په اندازه وي. وړې ریچې یې د سر پخې ته ورته والی لري.
د چیګر په نامه خمنډکي یا شني
که چېرې په انسان خوله ولګوي نو ممکن د انسان ایمني سیستم د خولې لګولو برخه کې غبرګون وښيي. د چیچلو ځای یې د بخار ګروپ ته ورته وي او ډېر زیات خارښ کوي. ډېری وخت داسې ځای کې په انسان خوله لګوي چېرې یې چې بدن قات لري او یا د بدن داسې برخه وي چېرې چې جامې تنګې وي. که چېرې له وښو ستاسې بدن ته داخل شي نو ممکن په پښه مو وچیچي.
د ژو د بدن شني
د خولې د لګولو ځای یې پړسوب پیدا کوي او درد لري، ممکن په ځینې کسانو کې د بخار، سوزي او سا بندي لامل شي. ډېری وخت بدن پسې نښتی پاتې کیږي. د چیچلو ځای یې ډېر کم وخت د ګروپ شکل کې وي.
اېسکبیس
له چیچلو پس یې علایم له څلور تر شپږ اونیو پورې موده کې راڅرګندیږي. کوچنیو دانو ته ورته د بخار شکل کې وي. بې کچې زیات بخار کوي.