د یوې چارې لپاره انګېزه ورکول
که مو دنده یا رول د بل تشویقول یا انګېزه ورکول وي، لارښونه ورته کول وي نو تشویقونکی پیغام جوړول زده کړئ. ځینې خلک په طبیعي توګه د تشویقولو وړتیا لري خو نور یې بیا د اړتیا له مخې زده کوي.
۱ – لمړی یې د پام جلبولو یا ځانته راګرځولو هڅه وکړئ. داسې کیسې یا جمله باندې خبرې پیل کړئ چې نور تشویقوي، داسې څه ورته ووایئ چې اورېدونکو ته نوي وي.
۲- اړتیا ته یې پام راوګرځوئ. په لنډه توګه خپل اورېدونکي ته هغه لاملونه ووایه د کومو له مخې چې ته فکر کوې چې اوسنی حالت د منلول وړ نه دی، هغه څه ورته بیان کړئ چې بدلون پکې اړتیا ده. هغه پایلې ور په ګوته کړئ چې که چېرې بدلون را نه وستل شي نو څه پېښیږي، دا ورته بیان کړئ چې که چېرې بدلون رانه وستل شي نو په اورېدونکو به یې اغیز څه وي.
۳ – دا ورته وایئ چې تاسې به یې اړتیا څرنګه په اغیزمنه توګه پوره کړئ. کله مو چې ستونزه ور په ګوته کړه نو اوس یې حل لار څه ده ؟ کومې بدیلې خوښې موجودې دي ؟
۴ – د راتلونکې انځور ورته جوړ کړئ. که چېرې بدلون رانه وستل شي پایلې به یې څه وي او که راوستل شي نو لاسته راوړنه به یې څه وي، په دې دوه موضوع ګانو خبرې کول د راتلونکې انځور جوړوي.