د (Inflammatory Bowel Disease IBD) او (Irritable Bowel Syndrome IBS) ترمنځ توپیر څه دی ؟
دواړه په ګېډه کې پیدا کېدونکي رو غتیایي حالتونه دي. ځینې علایم یې سره یو دي خو خپله کې لوی توپیر هم لري. دا هم امکان لري چې که چېرې یو کس کې له یادو روغتیایي حالتونو یو پیدا شي نو ممکن د بل علایم تجربه کړي. یو کس کې په یوه وخت کې هم دواړه حالتونه پیدا کېدلای شي. دواړه اوږمهاله روغتیايي حالتونه دي. دواړه حالتونه په هر انسان کې، هر عمر کې پیدا کېدای شي. لاندې هر یو ته کتنه وکړئ
.
Irritable bowel syndrome (IBS)
د هاضمې کانال کې د فعالیت د بې نظمي له امله رامنځته کېدونکی حالت دی. د ګېډې درد او د رفع حاجت عادت کې بدلون ورسره مل وي. که چېرې پرې د اخته کس طبي ازموینې وشي نو ازموینه کې روغتیا لرونکی ښکاري. فزیکي علایم یې د خوړو نه زغم ( لکه د فروکټوز، لکټوز، سوکروز او ګلوټېن)، د باکتریا د کچې زیاتېدنه او سټرس دی. یاد حالت ممکن له قبضیت سره وي، ممکن له نس ناستي یا اسهال سره وي او یا ممکن ناروغ دواړه تجربه کړي. ځینې کسان ورته (mucous colitis or spastic colitis) نومونه هم اخلي خو په تخنیکي توګه ناسم دي. د کولمې د پړسوب د ناروغي په څېر په کولمو کې پړسوب نه پیدا کوي.
یو عام روغتیایي حالت دی کوم چې د هاضمې په سیستم اغیز کوي. علایم یې د ګېډې نیول کېدنه، په ګاز یا مایع د ګېډې پړسېدنه، نس ناستی یا اسهال او کله نا کله قبضیت دی. له وخت سره خپله ښه کیږي او بېرته خپله پیل کیږي، هر ځل بېرته پیل یې ممکن څو ورځې، څو اوونۍ یا هم څو میاشتې دوام وکړي. معمولا د تل لپاره پاتې کېدونکې ستونزه ده او ځینو خلکو ته له دې حالت سره ژوند کول ډېر ستونزمن کیږي او د ژوند په هر اړخ یې اغیز لري. تر اوسه هېڅ درملنه نلري خو ځینې درمل او خواړه یې د علایمو په کنټرول کې مرسته کوي. تر اوسه یې لامل نه دی مالوم خو د هاضمې په کانال کې د خوړو له ورو یا تېز تګ سره تړاو ورکړل شوی او په دې چارې سره د هاضمې سیستم کې بې کچې حساس عصاب د خوړو په تېز یا ورو تګ سټرس کیږي. بل لامل یې ممکن د دې حالت له کورنۍ مخینې سره تړاو ولري.
علایم
– د ګېډې نیول کېدنه – کله چې یو کس خواړه وخوري د ګېډې نیول کېدنه نوره هم زیاتیږي خو د غایطه موادو له دفع کولو وروسته بېرته ښه کیږي
– په مایع یا ګاز پړسېدنه – ګېډه مو ممکن پړسېدلې، او نا ارامه وي
– نس ناستی یا اسهال – تاسې ممکن نا څاپه د غایطه موادو دفع کولو ته اړتیا پیدا کړی او غایطه مواد مو مایع ته ورته بهیدونکي له زیات ګاز سره مل وي
– د غایطه موادو په دفع کې ستونزه – ممکن تاسې داسې احساس وکړئ چې خپل غایطه مواد په بشپړ توګه نشی دفع کولی
ځینې ورځې مو ممکن علایم ښه وي خو له ځینو خوړو او څښاک سره ممکن نا څاپه پیل شي.
ځینې نور علایم هم له ځان سره لرلای شي لکه :
– بې کچې ګاز ویستل
– په غایطه موادو کې بلغم
– ستړیا او کمه انرژي
– ځان ناروغ احساس کول، زړه بدوالی
– ملا کې درد
– ډېر ځلې خالي ادرار او داسې احساس لکه چې خپله مثانه په بشپړ توګه نشی خالي کولی
که چېرې له دې حالت سره مو ناڅاپه خپل وزن له لاسه ورکړ، په غایطه موادو کې مو وینه پیدا شوه، په ګېډه کې مو کلکه غوټه ورسره پیدا شوه، ساه لنډي مو پیدا کړه، د زړه ضربان مو ځواکمن شو او پوستکی مو ورسره زېړ شو نو د روغتون ایمرجنسي ته رجوع وکړئ یا هم فوري له ډاکټر سره وګورئ ځکه چې دا علایم د جدي ناروغیو وي.
ډاکټر مو ممکن
– لمړی د علایمو پوښتنه وکړي
– د دې پوښتنه وکړي چې علایم ښه کیږي او بېرته پیل کیږي
– څومره ځلې په څومره وخت کې تکراریږي
– له کومو ځانګړو خوړو وروسته علایم پیل کیږي
– له څومره وخته تاسې کې دا ستونزه شته
ازموینه
تر اوسه پورې کومه ځانګړې ازموینه نلري خو ځینې ازموینې د دې لپاره کیږي تر څو ډاکټر په دې پوه شي چې علایم خو به د کومې بلې ناروغۍ نه وي. د دې لپاره ممکن ډاکټر د (coeliac disease) په څېر ناروغیو لپاره د وینې د ازموینې سپارښتنه وکړي، د غایطه موادو ازموینه وکړي تر څو ډاکټر په دې پوه شي چې (inflammatory bowel disease IBD) حالت خو به نه وي.
کوم خلک چې دا حالت لري د علایمو ښه کېدنه یې په یو ډول درملو یا هم یو ډول خوړو نه کیږي بلکې ډېر داسې خواړه او درمل شته چې د علایمو په کمولو او ښه کولو کې یې مرسته کولای شي.
د علایمو نه تجربه کولو لپاره لاندې سپارښتنو ته کتنه وکړئ
– په کور کې خواړه پاخه کړئ، په خوړو کې مو د ساتل شوو اجزاو په ځای تازه اجزا وکاروئ
– کوم خواړه چې تاسې کې دا حالت رامنځته کوي نوملړ یې جوړ کړئ او له خوړلو یې ډډه وکړئ
– که چېرې دا حالت پیدا کړئ نو داسې طریقه هم پیدا کړئ چې نا ارامي مو په ارام بدلوي
– کافي سپورت وکړئ
– د پروبیوټیک (probiotics) په نامه مصنوعي مرخیړي (خمیره) او باکتریا تر یوې میاشتې وکاروئ او له کارولو وروسته یې پایله وګورئ
– خواړه مو په وخت خورئ او د ورځې په درې وخته خواړو کې یو وخت هم مه قضا کوئ
– ډېر تېز خوراک مه کوئ
– ډېر شحم لرونکي، مساله لرونکي او یا ساتل شوي خواړه مه کاروئ
– په ورځ کې تر ۲۰۰ ګرامه زیاته تازه میوه مه خورئ
– له درې پیالو زیات تور چای او کافي مه څکئ
– ډېر زیات کوکا، انرژي او ورته څښاک مه کاروئ
د ګېډې د پړسوب او درد د مخنیوي لپاره :
– د ورځې کمه اندازه اوربشې یا هم په شیدو کې لنده کړې نهار غله وخورئ
– که چېرې امکان لري د ورځې یوه کاشوغه د کتان زړي (linseed) وخورئ
– د هغو خوړو له خوړلو ډډه وکړئ چې په سختۍ هضم کیږي لکه کرم، بروکولي د بروکسل کرم، وچه میوه، پیاز، لوبیا، …
– د هغو خوړو له خوړلو ډډه وکړئ چې د سوربیتول (sorbitol) په نامه خوږونکې ماده پکې د خوږولو لپاره کارېدلې وي
– له فارمسي څخه باسکوپان ګولۍ او د ترخه یا سارایي ویلني تیل واخلي تریخ ویلنی د ویلني یا نعنا یو ډول دی
د نس ناستي یا اسهال د کمولو لپاره
– د زیات فایبر لرونکو خوړو له خوړلو ډډه وکړئ لکه د تورو غنمو ډوډۍ، نسواري وریجې او زړي
– له تور چای او شیرچای یا د شیدو له چای څکلو ډډه وکړئ
– ډېرې اوبه وڅکئ
– کچالو، نهار غله، ګازرې خوړل زیات کړئ
که چېرې قبضیت یا هم د غایطه موادو دفع کولو کې ستونزه پیدا کړئ نو (Fybogel or Celevac) درمل وکاروئ
که چېرې د خوړو بې کچې زیات ډولونه تاسې کې دا حالت پیدا کوي او یا هم له درملو او له رژیم وروسته بیا هم ښه نشوی نو له ډاکټر او د خوړو د رژیم له متخصص سره ووینئ
د خوړو متخصص مو ممکن له هغو خوړو پرهیز کړي چې په اسانۍ نه هضم کیږي لکه ځینې سبزي او میوې، د ځینو کورنیو ژو شیدې، له غنمو او نورو غلو جوړ تولید.
Inflammatory bowel disease (IBD)
دوه روغتیايي حالتونه (Ulcerative colitis UC and Crohn’s disease CD) دي، د هاضمې د کانال په مختلفو برخو کې پړسوب پیدا کوي. تر ټولو عام او ډېر پېښېدونکی یې (Ulcerative colitis) دی.
د (Ulcerative colitis) حالت یې د ژوند تر پایه دوام کوي، د کولمې په استر کې بیا بیا رامنځته کېدونکی پړسوب دی، د غټې کولمې پای کې پیل کیږي او د کولمې هرې برخې ته خپرېدای شي.
د (Crohn’s disease CD) حالت د هاضمې د کانال کې له خولې نیولې تر مقعد پورې هره برخه اغیزمنه کولای شي، په علایمو کې یې نس ناستی، د ګېډې نیول کېدنه او تبه هم شامل وي.
که چېرې ازموینه کې د کولمې د پړسوب د ناروغي ډول تشخیص نشي نو طبي ژبه کې ورته دکلمې استرکې نا مالوم پړسوب (indeterminate colitis) نوم اخلي او ډېری وخت یې پیل کې د ډول تشخیص نه کیږي.
د (IBS) او (IBD) علایم
د (IBS) علام
د ګېډې درد او نیول کېدنه
– قبضیت او ګوړ ګوړهاری
– نس ناستی
– ناڅاپه رفع حاجت ته اړتیا پیدا کېدل
– په وړې کولمې کې د باکتریا بې کچې زیاته وده
– داسې احساس کول چې ګېډه یې پوره نه ده خالي شوې
د (IBD) علایم
– د سترګې پړسوب
– بې کچې زیاته ستړیا
– د کولمې ټپي کېدنه
– مفصلونو کې درد
– د وینې بهېدنه
– د وزن له لاسه ورکول
په (IBS) او (IBD) حالتونو کې درد چېرې وي ؟
په (IBS) کې د ګېډې درد
درد ډېری وخت د ګېډې لاندې برخه کې وي خو د ورځې په اوږدو کې هره برخه کې پیدا کېدای شي، کچه یې کمېدای او زیاتېدای شي.
– د ګېډې پاسه برخه کې درد : له خوړو پس ممکن زیات شي او ګېډه کې ورسره ګوړ ګوړهاری هم مل وي
– د ګېډې منځ کې درد : ډېری وخت د ګېډې د نیول کېدنې په څېر احساس کیږي
– د ګېډې لاندې برخه کې درد : له رفع حاجت وروسته کمیږي
درد کې یې هم توپیر موجود وي ځینې ناروغان د ګېډې نیول کېدو ته ورته درد احساس کوي، ځینې تېره داسې درد احساس کوي لکه د چاقو ګزار، ځینو کې درد عام درد ته ورته والی لري او ځینو کې برېښ ته ورته وي. درد یې ممکن په یوه غړي کې درد وي او یا هم داسې درد وي چې سرچینه یې نامالومه وي.
په (IBD) کې درد
غیرې معمولي درد یې نورمال برخه ده. کله چې ناروغي پیل کې وي او یا هم له ځنډینۍ کېدو وروسته کله چې فعاله وي ۷۰ % ناروغان ګېډه کې درد احساس کولای شي. ځینې یې د بدن نورو برخو کې هم درد احساس کوي لکه :
– مفصلونو کې درد
– د پوستکي حساسیت
– د سترګو نا ارامي
– د خولې پولۍ کېدل یا ټپي کېدل
– د غټې کلمې چار چاپېره درد