رودېسین رایډګیټ بک – Rhodesian ridgeback

بل نوم ېې د افریقا زمرۍ هونډ یا لیون هونډ ده. د جنوبي افریقا د هونډ سپیانو نسل ده چې په ملا باندې ېې د مخکې په لور وېښتان وده کوي او له همدې نښې پېژندل کیږي د بدن نور وېښتان ېې لکه د نورو سپیانو معمولي دي خو د ملا یوه برخه ېې مخالف لوري ته وده کوي. دا نسل د اروپا د سپیانو او د افریقا د ښکار لپاره د نیمه وحشي سپیانو ګډ نسل ده. ډېر فعال او مقاومت لرونکي دي. زوړند غوږونه لري، رنګ ېې سور او زېړ، نصواري سور وي. قد ېې له ۲۴ تر ۲۷ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۳۲ تر ۳۹ کیلو ګرامه پورې رسیږي.