روی هوسۍ – Roe deer

د نسل نوم ېې کاپریولوس ده، بل نوم ېې روی بک ده، د اوراسیا وړې هوسۍ دي، د کورنۍ نوم ېې سېر ویدای او د ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا ده. روی هوسۍ دوه ډولونه لري: اروپایي یا غربي روی هوسۍ (کاپریولوس کاپریولوس) او غټې د سایبیریا روی هوسۍ (کاپریولوس پيګارګوس). د زړې نړۍ هوسۍ دي مګر د نوې نړۍ له هوسیو سره ډېر نږدیکت لري. له یخ چاپېریال سره ښه بلدتیا لري او له جنوبي اروپا تر اسیا، له دې سیمې په غرونو کې ترمنځنۍ اسیا او د جنوب لور ته تر هسپانیا پورې پیدا کیږي. 
په اوړي کې سور رنګه نصواري رنګ او په ژمي کې خړ نصواري چې سپین رنګ هم پکې ښکاري لري. غرڅه ېې لنډ درې ښاخه ښکرونه لري . دا هوسۍ بې لکۍ دي، قد ېې ۶۶–۸۶ سانتي متره (۲۶–۳۴ انچه) پورې لوړیږي، وزن ېې تر ۳۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د سایبیریا د روی هوسۍ وزن تر ۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي.