زمبابوې

مخکینی نوم یې د سوېل روډېزي دی، رسمي نوم یې د زمبابوې جمهوریت دی. د سوېل ختیځې افریقا په وچه کې ګېر هیواد دی. یو او بل څنګ ته یې زامبېزي او لیمپوپو سیندونه دي. په سوېل کې له سوېلې افریقا سره، په سوېل لوېدیځ کې له بوتسوانا سره، په شمال کې له زامبیا سره او په ختیځ کې له مزمبق سره پولې لري. تر ټولو لوی ښار او مرکز یې هرارې نومیږي او تر ټولو لوی دوېم ښار یې د بولاوایو په نوم دی. په شپاړس ژبو خبرې پکې کیږي، اووه توکمه لري او ۹۹.۳۸ یې یوازې د افریقا تور پوسته خلک دي. مساحت یې ۳۹۰۷۵۷ کیلو متر مربع دی، د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې یې نفوس ۱۶۸۶۸۴۰۹ وو او د نړۍ ۷۳ تر ټولو زیات نفوس لرونکی هیواد وو.

Sidebar



Share
Hide Buttons