جمعه, مې 30News That Matters

زهني تکلیفونه او ګډوډي څرنګه له منځه یوسو ؟

د پام نشتوالی یا کموالی او د بې کچې فعالیت بې نظمي کومه جنتیکي ستونزه نه ده بلکې د خوړو کمښت دی. په دې بې نظمي کې پام کم او فعالیت زیات وي. دا ډول کسان دوامداره تېروتنې کوي، تفصیل ته پام نه کوي، کله چې مستقیما خبرې ورسره کوئ نو خبرو ته غوږ نه نیسي، یوې چارې ته تر پایه ادامه نشي ورکولای، په ارام سره له شور پرته لوبې نشي کولای، په نظم کې ستونزه لري، توکي ورکوي، بې کچې زیاته انرژي لري، ډېر خوځښت کوي، ډېرې خبرې کوي.

په پورته یادو شوو علایمو کې یې ډېری د ماشومانو چلند دی خو که چېرې ماشوم د خوړو له کمښت سره مخ وي نو ډېری وخت په یادو علایمو کې یې افراط رامنځته کیږي. له خوړو مې مطلب په شین چای کې ماتکړه او بوره یا شیدو کې ماتکړه او بوره نه ده. د دې روغتیايي حالت لپاره چې کوم دوه ډوله درمل کاریږي اډېرال او ریټالېن (adderall and ritalin) دي او په حقیقت کې دواړه درمل د درملو د شرکتونو لپاره د لنګې غوا په څېر دي له کومو چې دوامداره بې کچې لویه ګټه ترلاسه کوي. د دې لپاره چې په ډېرو خلکو خپل درمل د همدې ناروغي په نوم وپلوري او خپل درمل پرې وخوري نو د علایمو په نوملړ کې یې پراختیا راوسته. د علایمو د پراخېدو لپاره یې څو اروا پوهان په یو کوټه کې کینول او په هو او نه یې سوالونه پرې ځواب کړل او د همدې له مخې یې علایم پراخ کړل. که چېرې تاسې په دې کې د ساینس کمي ته کتنه وکړئ نو خپلو ماشومانو ته به په درملو ورکولو کې ډېر محتاط شئ.

کومو ماشومانو ته چې تر ۳۶ میاشتو پورې اډېرال ورکړل شوي پایله ېی صفر وه. یاد درمل په ډوپامینو اغیز کوي. یاد درمل د کریسټال مېت یو مالیکول دی او په دې ډول درملو کې د انسان فعالیت په لنډمهاله توګه لوړیږي خو له درملو بندولو سره بېرته علایم راګرځي. ناروغانو ته ډېر وخت ویل کیږي چې یاده ستونزه جنتیکي ده او کوم بدلون پکې امکان نه لري، درملنه یې یوازې د علایمو په درملو ارامول دي خو دا تاسې ته هېڅکله نه وایي چې د ناروغ ژوند کې بدلون، سټرس، د خوړو کمښت او ځینې خواړه یاد جېنونه اړ کوي چې په ځینو طریقو باندې ځانګړي فعالیتونه وکړي. د دې روغتیایي حالت په اړه یو څه روښانه دي او هغه دا چې د مغز د مخکینۍ کورټېکس برخه کې میټابولیک ستونزه ده. په دې برخه کې د یادو ناروغانو میټابولیک بدلونونه موجود وي. مغز سونګ توکي میټابولایز کوي او په دوامداره توګه اړتیا ورته لري. که چېرې د ماشومانو خوړو کې د خوړو رنګونه، مصنوعي خوږونکي کیمیاوي توکي، بوره، نشایسته او خوږو ته خوند ورکونکي مونوسوډیم ګلوټامېټ موجود وي نو ماشومانو کې ورسره د پام نشتوالی او بې کچې زیات فعالیت رامنځته کیږي.

که چېرې زه یوه ورځ کېک، کلچې، میټایي، ځلوبې (جیلبي) او یا نور خواږه خواړه وخورم نو زما چلند به ممکن تر درې ورځو غیرې مناسب وي ځکه چې یا خواړه زما مغز د سونګ توکو په توګه کاروي او زما په مغز مستقیم اغیز لري. بلې بېلګې ته پام وکړئ که چېرې دوه کسانو کې یو هره ورځ وریجې، کچالو، بې کچې زیاته وچه ډوډۍ، شیرچای، پراټې، کېک، کلچې، ځلوبې (جیلبي)، حلوا وخوري او دوېم کس د وچې میوې د ګډولې مناسبه اندازه، کبان، سره بې وازدې د داسې څارویو غوښه چې په وښو ساتل شوي وي، د کورني چرګ غوښه، هګۍ، ځیګر، د پخولو سبزي او د صلات لپاره د تازه سبزي مختلف ډولونه وخوري نو د دواړو کسانو د خوړو اغیز به یې په مغز او بدن څه وي ؟ د یوه مغز ممکن کافي پروتین له خوړ ترلاسه کړي وي، ویټامینونه او منرالونه یې ترلاسه کړي وي، روغتیا لرونکي یا سالم غوړ یې ترلاسه کړي وي او یاد یې د انرژي یا سونګ توکو په توګه میټابولایز کړي وي او د دوېم کس مغز یوازې ګلوکوزن فروکټوز او لکټوز میټابولایز کړي وي نو د مغز کارولو کې به کوم یو ستونزه لري او له دې ماغزو د فکر او چلند تولید به د کوم یوه مناسب وي ؟

ټول هغه خواړه چې ډبلیو، پاکټونو کې بند وي، خوږونکي کیمیاوي توکي نشایسته او بوره پکې وي، نباتي غوړ پکې وي، د خوند بدلونکي پکې وي ستاسې په مغز، فکر او چلند بد اغیز لري. له یوې خوا مو خواړه ناسم دي او له بلې خوا یې د سالمو خوړو ځای نیولی دی. د ډوپامینو یوه بېلګه تاسې وړاندې کوم. ډوپامین تاسې سره په تمرکز او پام کې مرسته کوي، همداسې انسان سره مرسته کوي چې ارام احساس وکړي که چېرې تاسې اېل ټایروزین په نوم امینو اسید دې ډول کس ته ورکړئ نو ډېره مرسته ورسره کوي. اېل ټایروزین امینو اسید تاسې د ګولیو شکل کې هم اخیستلای شئ خو تر ټولو زیات په څلورو خوړو کې دی لمړی د هغو څارویو غوښه کې چې ازاد ځای کې په وښو ساتل شوي وي، دوېم د وحشي چاپېریال په هغو کبانو کې چې بدن یې غوړ اسید لري، درېم د هغو چرګانو په هګیو کې چې بند ځای کې نه وي ساتل شوي او خواړه یې بازاري هورمون لرونکې دانه نه وي، څلورم د هغو څارویو د شیدو پنېر کې چې ازاد څریږي او خواړه یې واښه وي.

ډېری ماشومان له پورته یادو شوو خوړو محروم وي او د خوړو لویه برخه یې کاربو هایډرېټ یا ګلوسیډ، خواږه، نشایسته او بازاري خوراکونه وي. همداسې د ډېرو ځوانانو ۶۳ % خواړه بازاري خواړه دي کوم چې بدن نه تغذیه کوي برعکس بدن کې ناروغۍ پیدا کوي او د لوړ کیفیت پروتین پکې نشته وي. د پام نشتوالی او بې کچې زیات نا مناسب فعالیت او برید کوونکي چلند په کمولو کې زېنک، بي ۶ ویټامین او مګنیزیم هم ځانګړی رول لري. که چېرې له مګنیزیم او بي ۶ ویټامین سره د کبانو غوړ اسید هم یو ځای شي د ماشومانو په پام او فعالیت کې لوی سمون راولي. د زهني تکلیفونو په څېړنو کې ساینس تر ډېره زیاته پورې د ویټامین بي ۱ استعمال ته کتنه کړې په ځانګړې توګه د بي ۱ طبیعي ډول الي تایامین ته کوم چې په اوږه کې ډېر دی خو په ورته وخت کې بي ۱ ویټامین مغز ته دا وړتیا ورکوي چې سونګ توکي وکاروي په ځانګړې توګه ګلوکوز او که چېرې د ماشوم د خوړو لویه برخه ګلوګوز وي نو په دې حالت کې د مغز مخکینۍ برخه کوم چې ماشومان د ارام اوسېدو او تمرکز لپاره کاروي نه تغذیه کیږي، ځکه چې بدن کې موجود کاربوهایډرېټ ماشوم له بي ۱ ویټامین تخلیه کوي او د مغز یاده برخه بې تغذیې پاتې کیږي. ستاسې بدن د بي ۱ ویټامین په ذریعه اسیډوکولین جوړوي. د پېژندنې د فعلیت لپاره اسیډو کولین ډېر اړین نیورو ټرانزمېټر دی.

که چېرې تاسې پورته لیکنه په ټول پام سره لوستې وي نو پای کې به په دې پوهېدلي یاستئ چې د پام د نشتوالي او بې کچې زیات فعالیت بې نظمي کومه جنتیکي ستونزه نه ده بلکې د ګلوکوز د میټابولېزم اختلال دی. که چېرې تاسې له زهني بې نظمیو او ګډوډیو خلاصون غواړئ نو بدن مو په سالمو خوړو تغذیه کړئ او له بورې، نشایستې او نباتي غوړیو بازاري خوړو یې پرهېز کړئ.

Share
Hide Buttons