زهني روغتیا څه ده ؟

د زهني روغتیا تعریف
د پېژندنې، چلند او احساساتي روغتیا لرنې یا نه لرلو ته زهني روغتیا اصطلاح کاریږي. زهني روغتیا د خلکو د فکر کولو له طریقې، احساس او چلند سره تړاو لري. ځینې خلک زهني روغتیا کلیمه د زهني بې نظمیو نشتون ښودلو لپاره کاروي.
 
زهني روغتیا لرل یا نه لرل په اړیکو، په ورځني ژوند او فزیکي روغتیا اغیز لري. که چېرې تاسې زهني روغتیا ولرئ او ساتنه یې وکړئ نو د ژوند له هرې تېرېدونکې لحظې به خوند واخلی. د زهني روغتیا لرلو لپاره باید د ژوند د فعالیتونو، مسولیتونو او د اروایي انعطاف د تر لاسه کولو لپاره د هڅو تر منځ توازن ولرئ. هر زهني روغتیایي حالت لکه سټرس، ډېپرېشن، تشویش په زهني روغتیا اغیز کولای شي او ورځنی ژوند مو ګډوډوالی شي. ډېری هغه بې نظمۍ چې ډاکټران یې زهني بې نظمي ګڼي په بدن کې فزیکي ریښې لري.
 
زهني روغتیا یوازې د زهني بې نظمي نشتوالی نه دی بلکې د خوښۍ او ښه اوسېدو لټون هم په زهني روغتیا کې شامل دي.
 
د هر جنس، د هر قوم، د هر عاید، او د هر عمر انسان خپله زهني روغتیا له لاسه ورکولای شي. ټولنیز، مالي حالتونه او بیولوجیکي فکتورونه د انسان زهني روغتیا ته شکل ورکوي.
 
دوامداره ټولنیز او اقتصادي فشار
که چېرې مو مالي عاید محدود وي او یا هم د داسې قوم وګړي یاستی چې کنج ته ټېل وهل شوی وي لکه پښتانه نو د زهني روغتیا له لاسه ورکولو چانس مو ډېر دی. غربت او د زهني روغتیا د درملنې مساواتو نشتون ډېری وګړي ناروغ پریښي. په ځینو ټولنو کې یوازې شتمن خلک د خپلې زهني روغتیا د درملنې لپاره اسانتیاوې لري غریبه طبقه د فقر له امله له درملنې محرومه پاتې وي.
 
په ټولنه کې د کار نشتوالی، د کم عاید لپاره بې کچې زیاته بوختیا، په ټولنه کې له خلکو سره په هر څه کې کم ګډون، د پوهې کمه کچه، د استوګنځي کیفیت، په ځینې ټولنو کې جنسیت او عمر د زهني روغتیا له لاسه ورکولو عمده لاملونه ګڼل شوي.

په زهني روغتیا کې زمونږ احساساتي، اروایي او ټولنیزه روغتیا شامل دي. زمونږ زهني روغتیا زمونږ په احساس، د فکر کولو په بهیر او عمل یا کړنو اغیز لري. زهني روغتیا مو د سټرس اداره کولو، له نورو سره اړیکو جوړولو کې او د هر څه په انتخاب کې هم رول لري. زهني روغتیا د ژوند په هر پړاو کې اړینه ده له کوچنیوالي تر ځوانۍ او تر پاخه عمره پورې زهني روغتیا زمونږ په احساس کړنو او فکر خپل اغیز لري او زمونږ د ژوند لارې ټاکي.
 
که چېرې د ژوند په اوږدو کې د زهني روغتیا ستونزې تجربه کړی نو په مزاج، فکر او چلند مو اغیز کوي. ډېر لاملونه شته چې د انسان په زهني روغتیا اغیز لري په دې کې لاندې یاد شوي هم شامل دي :
– بیولوجیکي لاملونه لکه جېن او د مغز کیمیا
– د ژوند تجربې لکه د ناوړه ګټو قرباني کېدل
– د زهني روغتیا کورنۍ مخینه
 
په ۲۱ پېړۍ کې، په زهني روغتیا کې ستونزې لرل ډېر عام دي خو درملنه یې هم شته او ډېری خلک بشپړ روغتیا تر لاسه کوي.
 
د زهني روغتیا د ستونزو لرلو تر ټولو لمړي علایم
– ډېر کم یا ډېر زیات خوراک او خوب
– له چارو او خلکو لرېوالی کول
– کمه انرژي یا هېڅ انرژي نه لرل
– بې حسه کېدل یا داسې کېدل چې هېڅ ارزښت نه لري
– نه تشرېح کېدونکي دردونه لرل
– ځان بېچاره یا نا هیلی احساس کول
– له هر بل وخت زیات د اعتیاد په لور تمایل لکه سګرټ، کافي، الکول، مخدره مواد
– ګډوډ احساس لرل، هېرول، غسه، خپه، اندېښمن او ویره کې ځان احساس کول
– له ملګرو او کورنۍ سره د چغو وهلو حالت کې خبرې کول، شخړه کول
– نا څاپه په مزاج کې جدي بدلون کوم چې له نورو سره ستاسې په اړیکو اغیز لري
– داسې فکرونه او یادونه زهن کې راتلل له کومو چې تاسې تېښته نشی کولای او تل مو زهن کې وي
– غږ اورېدل یا داسې څه باندې زهن کې باور کول کوم چې حقیقت نه لري
– ځان یا بل ته د زیان اړولو په اړه فکر کول
– د ورځنیو چارو په تر سره کولو کې پاتې راتلل
 
څوک چې زهني روغتیا لري :
– خپلې وړتیاوې پېژندلی شي
– له ژوند څخه رامنځته شوي سټرس سره مقاومت کولای شي
هره چاره کې بوختیا یې یوازې بوختیا نه وي بلکې د وخت په اغیزمنه توګه کارونه وي او پای کې یې چارې یوه پایله لري
– په خپله ټولنه کې له مانا ډک ګډون کوي (نورو ته د خدمت ذریعه وي)
 
که تاسې غواړی زهني روغتیا مو سالمه له ستونزو لرې پاتې شي نو :
– که چېرې ستونزې لری په خپلسر درمل مه کاروئ له مسلکي ډاکټر څخه خپله درملنه پیل کړئ
– له نورو سره د مینې او اخلاص پر بنسټ بې هدفه، بې تمې اړیکې ولرئ
– مثبت اوسئ
– په فزیکي توګه فعال اوسئ (سپورت او ورځنیو چارو کې)
– له نورو سره تل مرسته وکړئ (انسان، بوټي او ژوي سره مرسته)
– په تیاره کې، داسې ځای کې چې شور نه وي تر ۷ ساعته خوب وکړئ
– له هر څه سره د مقاومت لرلو وړتیا په ځان کې پیدا کړئ

څه د زهني ناروغۍ لامل کیږي ؟
د زهني ناروغیو پیدا کېدو لامل یوازې یو څو نه دي. ډېری شمېر لاملونه زهني روغتیا ګواښلی شي لکه :
– په تېر وخت کې بدې تجربې لکه جنسي تېری، په کوچنیوالي کې جنسي اړیکه، په کوچنیوالي کې هر ډول ناوړه ګټه، په بل ظلم لیدل
– د اوږدمهاله ناروغیو له امله لکه سرطان او یا شکر
– بیولوجیکي لاملونه یا د مغز په کیمیاوي توازن کې تغیر
– د مخدره موادو یا الکولو کارونه
– د یوازېتوب احساس کول
 
ولې زهني روغتیا د ټولې روغتیا لپاره اړینه ده ؟
په انسان کې زهني او فزیکي روغتیا د ټولې روغتیا اړین اجزاء دي. د بېلګې په توګه ډېپرېشن په ډېرو خلکو کې د فزیکي ستونزو او روغتیایي حالتونو خطر پیدا کولای شي په ځانګړې توګه که چېرې اوږدمهاله وي نو د د زړه ناروغۍ، شکر او سکته رامنځته کولای شي. همداسې که چېرې اوږدمهاله فزیکي روغتیایي ستونزې یو کس ولري نو د زهني ناروغیو لامل کیدای شي.
 
د وخت له تېرېدو سره زهني روغتیا کې بدلون رامنځته کېدلای شي ؟
له وخت تېرېدو سره د انسان په زهني روغتیا کې تغیر رامنځته کېدلای شي خو تغیر یې له لاملونو سره تړاو لري. کله چې له یو کس داسې تمې وشي کومې چې د کس د مقاومت له وړتیا او سرچینو زیاتې وي نو زهني روغتیا باندې یې اغیز کولای شي. د بېلګې په توګه یو کس تر ۸ ساعته زیاته بوختیا لري، کور کې داسې ناروغ لري چې ټوله ورځ پاملرنې ته اړتیا لري، یا هم اوږد مهاله اقتصادي ستونزې لري دا ډول خلک ممکن کمزورې زهني روغتیا ولري.
 
زهني ناروغۍ څومره عامې دي ؟
په متحده ایالتونو کې د تر ټولو ناروغیو عامه ده. ۵۰ % کسان د خپل عمر په اوږدو کې له یوې زهني ناروغۍ کړیږي. په هر پنځو امریکایانو کې یو یې د کال په اوږدو کې له یوې زهني ناروغۍ سره تشخیص کیږي. په هرو پنځه کوچنیانو کې یې یو د زهني ناروغۍ جدي حالت سره مخ دي. په هرو ۲۵ امریکایانو کې یې یو له جدي زهني ناروغۍ سره ژوند کوي لکه بي پولر، سکېزوفرېنیا او یا هم ډېپرېشن

زهني ستړیا
هر هغه څوک چې اوږدمهاله سټرس تجربه کړي زهني ستړیا باندې اخته کېدلی شي. زهني ستړیا مو له احساساتو تخلیه یا خالي کوي او ستونزو کې ډوب شوی احساس درکې پیدا کوي. تاسې کې داسې احساس پیدا کوي چې فکر کوی خپلو مسولیتونو باندې نشی برلاسي کېدلای او خپلې ستونزې نشی هوارولای. په شخصي او مسلکي ژوند کې مو ویجاړی په هره برخه خپرېدلای شي او همداسې له خپل شخصي او مسلکي ژوند مو واټن درکولای او ورسره بې علاقې کولای شي. زهني ستړیا داسې حالت دی لکه دام کې نښتی ژوندی چې که هر څومره ځواکمن هم وي نو بیا هم د هر څه تر سره کول له دام نه په واټن کې دي نو دی یې نشي ترسره کولای.
 
د زهني ستړیا نښې او علایم
زهني ستړیا دواړه فزیکي او احساساتي علایم لري. همداسې ستاسې په چلند هم اغیز لرلای شي. ټول علایم مو زهني روغتیا لرونکي په تاسې کې له ښودلو مخکې لیدلی او نوټ کولای شي او په دې پوهېدلای شي چې زهني روغتیا نه لری. په هر کس کې یې علایم توپیر لري او تل په تدریجي توګه انسان کې وده کوي او کله مو هم چې د سټرس کچه زیاته شي نو سملاسي تاسې کې ټول علایم راڅرګندیږي.
ډېری خلک همدې حالت ته انګریزۍ کې د (burnout) کلیمه کاروي د همدې کلیمې مانا د بې کچې سټرس یا زیات کار له امله د زهن کار پرېښودنه ده نورې درې ماناګانې یې لاندې ولولئ.
۱- د احتراق له امله د سوڼ توکو یا تېلو تر پایه سوزېدنه
۲ – د بې کچې ګرمېدو له امله د برېښناي الې سوزېدنه
۳ – په نساجي کې په ټوټې د ډیزاین طریقه
 
د (burnout) کلیمه طبي اصطلاح نه ده بلکې عامه ژبه کې یې خلک همدې حالت ته کاروي.
 
د زهني ستړیا احساساتي علایم
– ډېپرېشن
– تشویش
– کینه او بد بیني
– په هر څه کې بې علاقې کېدل
– له هر څه واټن اخیستل
– غسه
– د ناهیلۍ یا نا امیدي احساس لرل
– د ویرې احساس لرل
– د انګېزې نشتوالی
– په کړنو او کارونو او هر ډول فعالیت کې کموالی
– په تمرکز کې ستونزه لرل
 
د زهني ستړیا فزیکي علایم
– سر درد
– په معده کې نا ارامي (معده کې ګاز، په ګېډه کې د ګاز له امله پړسوب، نس ناستی او قبضیت، کانګې او زړه بدوالی)
– بدن کې دردونه
– اوږدمهاله ستړیا
– په اشتیا کې بدلون
– بې خوبي
– د وزن زیاتېدنه یا کمېدنه
– د ناروغیو زیاتېدنه لکه زکام
 
د زهني ستړیا په چلند اغیز او علایم یې
زهني ستړیا تاسې دې ته اړ باسي چې داسې چلند غوره کړی کوم چې تاسې نه یاستی لکه :
– په چارو کې کموالی او یا ډېر کم فعالیت
– له ټولنې څنګ ته کېدل او یا ترې ګیلمن کېدل
– د کار یا شخصي اصولو ته ژمن پاتې کېدو کې پاتې راتلل
– هر وخت له کار، ښونځي یا پوهنتون د ناروغۍ په نوم رخصت اخیستل
 
د سټرس او زهني ستړیا ترمنځ توپیر
سټرس هر انسان تجربه کوي او په ۲۱ پېړۍ کې د ژوند یوه نورمال برخه ده. سټرس هر منفي او مثبت حالت ته کوم حالت چې نوی، ویرونکی او یا خوښونکی وي د بدن طبیعي غبرګون دی. دا بیولوجیکي غبرګون په بدن کې د سټرس د هورمونونو، ادرېنالین او کورټیزول د څپې رامنځته کېدو لامل کیږي. د هورمونونو دا څپه بدن سره مرسته کوي چې چټک عکس العمل وښي، زهن ډېر ژر او چټک فکر وکړای شي خو کله چې له بدن څخه سټرېسور لرې شي بدن مو نورمال حالت ته راځي.
 
زهني ستړیا د اوږمهاله او دوامداره سټرس له امله پیدا کیږي. کله چې داسې حالت سره لاس او ګریوان یاستی کوم چې ستاسې بدن سټرس ته په غبرګون ښودلو هر وخت په دوامداره توګه اړ کوي نو د کورټیزول کچه مو لوړه پاتې کیږي او د کورټیزول لوړه کچه ستاسې د بدن په نورمال فعالیت کې مداخله کوي لکه هاضمه، خوب او د ایمني سیستم په فعالیت کې مداخله.
 
د زهني ستړیا له امله رامنځته شوې فزیکي ستړیا
فزیکي ستړیا کوم چې ستاسې بدن له انرژي تخلیه کوي د زهني ستړیا په بدن اغیز دی. که چېرې د زهني ستړیا له امله تاسې کې فزیکي ستړیا هم رامنځته شي نو ډېرې وړې چارې ته هم ستاسې لویه بدن کې شته انرژي کافي نه ده، همداسې وړې چارې باندې ډېر زیات وخت او انرژي مصرفوی.
 
د زهني ستړیا لاملونه
د ژوند په هره برخه کې اوږدمهاله او دوامداره سټرس په انسان کې د زهني ستړیا لامل کیږي خو په هر انسان کې یې د پیدا کېدو لامل توپیر لري لاندې یاد شوي تر بل هر څه زیات د زهني سټرس لامل کیږي:
– په زهن د زیات فشار واردونکی فعالیت د بېلګې په توګه د پوهنتون یا ښونځي استاد کېدل، اروا پوه کېدل یا هم اېمرجنسي کې کار کول
– فقر او مالي ستونزې لرل
– په دنده کې قناعت نه ترلاسه کول
– په کور داسې ناروغ لرل چې تل پاملرنې ته اړتیا لري
– له اوږدمهاله ناروغیو کړاو
– د نږدې کس مړینه
– د مور په توګه د ماشوم پالنه
– د زیات کار بدل کې کمې پیسې تر لاسه کول
– سخت کارونه
– د ټولنیز ملاتړ نشتوالی
 
د زهني ستړیا له کړاو څرنګه ځان خلاصولی شو ؟
 
۱- سټرېسور له منځه ویسئ
په دې مانا چې د سټرس هغه سرچینه ختمه کړئ کومه چې تاسې کې د دوامداره سټرس لامل کیږي. که چېرې کور یا کار ځای کې د مسولیتونو د بې کچې فشار لاندې یاستی نو په دواړو ځایونو کې له نورو د همکارۍ مرسته وغواړئ. که چېرې د سټرس د سرچینو نولړ جوړ کړئ نو له منځه وړلو کې مرسته درسره کولای شي. کوم خلک چې په لاس جنسي اړتیا پوره کوي دا خلک هم ډېر ژر په زهني ستړیا اخته کیږي یوازینۍ حل لار یې داده چې تر میاشتې مخکې دا ډول عادت تکرار نه کړي.
 
۲- وقفه کول
له هر ډول فعالیت وقفه کول د زهني ستړیا د درملنې لپاره تر ټولو مناسبه لار ده. په اوږد سفر داسې ځای ته تلل چېرې چې د ژوند لپاره تفریحي چاپېریال موجود وي. څو ورځې له کار یا خپلو مسولیتونو رخصتي کول او همداسې د خپل ځان خیال ساتنې لپاره هره ورځ کمه اندازه وخت ټاکل.
 
۳ – سپورت
د سپورت لپاره ډېر خلک د روغتیا پر مهال هم انګېزه نه لري نو د زهني ستړیا پر مهال یې پیل کول او ادامه ممکن ډېر ستونزمن وي خو سپورت ډېرې ګټې لري یوه ګټه یې د زهني ستړیا مخنیوی او که چېرې پرې اخته یاستی ځان ترې خلاصول دي. سپورت تاسې کې د احساساتي او زهني روغتیا دواړو ساتنه کوي. د زهني روغتیا ساتلو لپاره تاسې کوم مسلکي یا درانده سپورت ته اړتیا نه لری بلکې هره ورځ له ۲۰ تر ۳۰ دقیقو د بدن خوځښت کافي دی. د سپورت نورې ګټې د سټرس کموالی، د تشویش کموالی، ښه مزاج لرل او ځواکمن ایمني سیستم لرل دي.
 
۴ – د زهن او بدن ارامولو تخنیکونه
د زهن او بدن ارامولو تخنیکونه تاسې کې د سټرس او تشویش کموالی رامنځته کوي، په وینه کې مو د کورټیزول کچه کموي او د کورټیزول کمېدنه د هغو ناروغیو د رامنځته کېدو خطر کموي کومې چې له سټرس سره تړاو لري.
 
د زهن او بدن ارامولو تخنیکونو بېلګې
– یوګا
– ژوره سا اخیستنه
– مساج
– اروما تېراپي
 
۵ – زیات خوب
د احساساتي روغتیا لپاره کافي خوب کول اړین دي. که چېرې تاسې کې زهني ستړیا شته وي هره شپه تر ۸ ساعته پورې داسې ځای کې چې تیاره وي او شور نشته وي خوب وکړئ. د شپې لخوا د ښه خوب کولو لپاره اړینه ده چې د ورځې لخوا په بستره کې یا هم هر بل ځای کې څملاستلي بې خوځښته پاتې نشئ په دې مانا چې هر سهار له ۶ یا ۷ بجو وروسته په فزیکي توګه خپل فعالیت پیل کوئ. که چېرې د ورځې لخوا بې خوځښته او یا هم تر ناخته په بستره کې پاتې شی هم د زهني ستړیا په رامنځته کېدو کې مرسته کوي. هره شپه له خوب کولو مخکې په بستره کې له ۱۵ تر ۳۰ دقیقو پورې مطالعه وکړئ.
 
۶ – لیکل
که چېرې زهني ستړیا تاسې کې د منفي فکرونو لامل کیږي تل له ځان سره قلم او کتابچه ولرئ او د منفي فکرونو پر مهال د خپل ژوند مثبت اړخونه ولیکئ.
کوم خلک چې د ژوند مثبت اړخ باندې لیکل وکړي نو تر نورو یې زهني روغتیا ښه پاتې کیږي، د فزیکي ناروغیو علایم یې نرم او کم وي، تر نورو کم سټرس تجربه کوي، تر نورو زیات خوښ وي، له نورو سره اړیکې یې ښې وي، ښه خوب کولای شي، فزیکي روغتیا یې هم ښه وي.
 
۷ – طبي درملنه
د پورته ټولو یادو شو تر څنګ طبي درملنه هم اړینه ده. ډاکټر ته مو علایم ووایئ تر څو داسې درمل درته نسخه کړي چې سټرس مو کم کړي او یا هم سخت وخت کې مو د سټرس کچه کمه کړي. همداسې مو له ډاکټر څخه د علایمو د مدیریت په اړه هم مشوره واخلئ. د زهني ستړیا لپاره ډېری وخت د خوب، سټرس ضد او تشویش کمولو درمل نسخه کیږي

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons