زه ولې سټرس کیږم ؟
په دې ټول پوهیږو چې سټرس څه ډول احساس دی خو ټول په دې نه پوهیږو چې سټرس څه دی. کله چې وایو زه سټرس یم یا دا سټرس کوونکی دی نو دلته مونږ د لاندې دوه یادو شوو په اړه خبرې کوو :
– حالت یا پېښه : داسې وخت کوم کې چې باید ډېرې چارې ترسره کړو او یا چې څه پېښیږي کنټرول نه پرې لرو ؛
– د فشار لاندې وخت کې زمونږ غبرګون : کله چې یو حالت له مونږ غوښتنه لري نو مونږ کې د فشار احساس پیدا کوي او مونږ فکر کوو چې مقاومت ورسره نا ممکن دی.
د فشار لاندې اوسېدل د ژوند نورمال برخه ده او دا چاره مو فعالیت کولو ته اړ کوي، د کړنو لپاره تاسې انرژي کاروی او د فعالیت پای کې پایله ترلاسه کوی. خو که چېرې تل د فشار لاندې پاتې شی په روغتیایي ستونزې بدلېدای شي. سټرس کوم زهني روغتیایي ستونزه نه ده خو سټرس په زهني روغتیا کې ستونزه پیدا کولای شي او همداسې زهني ناروغۍ د سټرس لامل کېدای شي.
د سټرس علایم ولې فزیکي علایم پیدا کوي ؟ ځکه چې بدن په اوتومات توګه کورټیزول او ادرېنالین هورمون پرېږدي او که چېرې ستاسې سټرس دوامداره شي نو بدن کې د دې هورمون کچه لوړیږي او په بدن مو بد اغیز کوي.
ډیری خلک خپل غبرګون ته او سټرس ته د پام کولو او مدیریت کولو په ځای له حالاتو سر ټکوي. حالت تاسې کې سټرس نه پیدا کوي بلکې حالت ته ستاسې د غبرګون څرنګوالی سټرس پیدا کوي، د سر ټکولو په ځای د سالم غبرګون ښودلو طریقه زده کړئ. لکه بدلون ته غبرګون، لکه یو څه ته اندېښنه، لکه د یو څه پایلو باندې کنټرول نه لرلو ته اندېښنه اوتشویش، لکه ژوند کې د کولو لپاره څه نلرل او د بې کارۍ له امله زړه تنګي ته غبرګون او یا هم کم وخت کې ډېر کار ته غبرګون.
کله نا کله یوازې یو او لوی بدلون د سټرس لامل نه وي بلکې د وړو بدلونونو د مجموعې له امله انسان سټرس کیږي، داسې حالت کې د سټرس سرچینه موندل او مدیریت کول اسانه چاره نه وي، د سټرس لامل بیانول ستونزمن وي.
ولې مو ټولې پېښې نه سټرس کوي ؟ هر حالت تاسې درک کوی، سټرس کېدل او نه سټرس کېدل مو د حالت د درک کولو له څرنګوالي سره تړاو لري. کوم حالت چې یو کس سټرس کوي ممکن بل کس سټرس نه کړي. د حالت درک کول ځانته له احترام سره، د تېروخت له تجربو سره، په خپل ځان له باور او د فکر له بهیر سره تړاو لري. ټول انسانان له یو بل سره په ورته یادو شوو کې توپیر لري له همدې ممکن یو حالت کوم ته چې تاسې ډېر بې تفاوته یاستی او خیال نه پکې راوړی ممکن د بل کس پام خپل کړي او غبرګون ښودلو او فعالیت ته یې اړ کړي.
د نورو هغو غوښتنو ته چې ریښتینې نه وي، بې وجې او بې منطقه وي “نه” ویل زده کړئ. دا چاره د ستونزمنو اړیکو جوړیدو مخه نیسي او د اړیکو له امله د سټرس رامنځته کېدو مخه ډب کوي.
سټرس کومه روغتیایي ستونزه نه ده او له همدې امله کومه درملنه نلري. خو که چېرې یې علایم بې کچې سخت وي ممکن ډاکټر د ارام خوب لپاره ډېر کمزوري درمل درته نسخه کړي. ممکن د خبرو له لارې مو درملنه وکړي. د سمون لپاره مشورې درکړي. له بوټو جوړ داسې درمل هم شته کوم چې په وینه کې د کورټیزول او ادرېنالین هورمون کچه کموي لکه د سیډي سټرس (sedistress) په نوم درمل. اروما تېراپي لکه د بوټو غوړ په ډیوه کې ګډول، ډیوه لګول او بوی کول او مساج هم د سټرس د علایمو ارامولو لپاره ګټور دي.
Comments
So empty here ... leave a comment!