ستونزو ته نوې حل لارې لټول څه ته وایي ؟

ډېرو خلکو ته په خلاقه توګه د ستونزې حل او نوښت داسې څه ښکاري کوم چې یوازې یو څو کسان کولای شي او خپله عادتي فکر باندې هر څه پر مخ بیایي.

که چېرې له یوه پیلوټ پوښتنه وکړې چې الوتکه څرنګه الوزول کیږي، که چېرې د تولید له مدیر څخه پوښتنه وکړی چې تولید څرنګه کیږي او یا هم که له یوه پلورونکي پوښتنه وکړې چې پلور څرنګه کوي نو هر یو به د خپلو چارو بهیر او هر پړاو تاسې ته په بشپړ تفصیل کې ووایي خو که چېرې له همدې کسانو پوښتنه وکړې چې خلاقیت او نوښت څه دی نو دا کسان به یا ناسمې ګډې وډې تشرېح ته مخه کړي او یا به هم د نورو تیوریانو ته مخه کړي. په ظاهره توګه هر کس فکر کوي چې د نوښت او خلاقیت وړتیا نه لري.

په هغه وخت کې د انسان په کړنو او فعالیت کې ښه والی رامنځته کیږي کله چې انسان په دې پوه وي چې څه کوي، دوېم ګام کې په دې اړه فکر دی چې څرنګه یې په غوره طریقه وکړم. هر انسان د دې وړتیا لري چې په خلاقه توګه ستونزې حل کړي. په اصل کې تاسې ستونزې په خلاقه توګه هر وخت هواروی خو دومره ده چې ستاسې ورپام نه وي که چېرې مو ورپام شي نو تر پخوا یې په ښه توګه کولای شی. په خلاقه توګه د ستونزې دهوارولو لپاره تاسې کوم څه زده کولو ته اړتیا نه لری.

اروا پوهنه او نیورو ساینس له ډېره وخته د مغز مطالعه کوي تر څو د مغز په طبیعت ځان پوه کړي چې څرنګه کار کوي خو بیا هم له ډېر وخته د بدن تر ټولو کمه درک شوې برخه ده ځکه چې تر ډېره پخوانۍ د مغز مطالعه له بهر په کتنه شوې (چلند ته په کتنه شوې).

په خلاقه توګه د ستونزې هوارول له خپلو فکرونو لکه د کب په څېر فکر رانیول دي او په یوه حالت کې کارول او په حقیقت بدلول دي تر څو یوه نوې چاره په نوې طریقه ترسره کړی. خلاقیت د یوه نظر لرلو بهیر دی. ستاسې مغز کې د برېښنا سپرغۍ د سینپس په توګه رامنځته کیږي او د نیورون اتصال رامنځته کیږي له دې سره ستاسې په ارادي زهن کې فکر رامنځته کیږي په کوم چې تاسې د نظر نوم ږدی.

نوښت کې تاسې مختلف نظرونه راخلی، نظرونه په نوې طریقه سره نښلوی او یو داسې مفهوم ترې جوړوی کوم چې یو ارزښت لري نوښت ګڼل کیږي. ارزښت یې ممکن نغدي وي، ممکن د ژوند ژغورنې لپاره وي، ممکن د پېښو د مخنیوي لپاره وي. د بېلګې په توګه د یو کس نوښت د برېښنا اختراع وه د بل کس نوښت د برېښنا د اندازه کولو لپاره د ولټ اختراع وه. په خلاقه توګه د ستونزو هوارول هر ځای کې هر انسان کولای شي. په نوې طریقه د نړۍ په اړه فکر کولو ته خلاقیت وایي.


ټوله نړۍ له پېچلو رامنځته شوې پېچلتیا ده او په دې پېچلتیا کې د وخت له تېرېدو سره په چټکۍ بدلون رامنځته کیږي ډېر کم خلک پکې د مخکې تلو لپاره چمتوالی لري خو کوم خلک چې په بریالۍ توګه مخکې تګ ته چمتو وي بریا هم ترلاسه کوي. د بېلګې په توګه نوکیا موبایل له بدلون سره ځان تطابق کې نه کړ مارکېټ یې سمسونګ او ایفون ته وبایله همداسې ډیزلي موټر خپل مارکېټ پټرولي، پټرولي سي اېن جي ته او اوس ټولو برېښنایي موټر ته خپل مارکېټ بایللی. کوم کسان چې له دې بدلون سره ځان په بریالۍ توګه تطابق کې کوي بریا هم ترلاسه کوي.

دا پېچلتیا کومو پېچلو نظرونو نه ده رامنځته کړې بلکې په ساده توګه نړۍ ته په بدل نظر کتلو رامنځته کړې. دېر خلک د پوهې ترلاسه کولو لپاره پېچلې لار خپلوي او په دې اند وي چې پېچلې نړۍ باندې پوهېدلو کې مرسته ورسره کوي او یا هم ستونزې ته په سم ځواب موندلو باندې پوهیږي او په ترلاسه کړو مالوماتو تر ټولو غوره ځواب موندلی شي کومه چې لویه تېروتنه ده خو ډېر خلک یې تر اوسه په ۲۱ پېړۍ کې هم ترسره کوي. دا په یاد کې ولرئ چې ټوله پوهه په فکر کولو او وړاندوینو یا هم فرضیو تر لاسه شوې. نوښت په یو څه پوهېدل نه دي بلکې د یو څه موندل دي.

یو ځل یې وکړه سم یې وکړه ډېره ناسمه جمله ده چې کار ځای او ژوند کې یې هره ورځ په تکراري ډول تجربه کوو. په همدې کې مونږ ډېر وخت دا برخه هېره کړې وي چې تېروتنه وکړه او له تېروتنې زدکړه وکړه تر څو چارو کې ښه والی رامنځته شي.

لاندې دوه بهیرونو ته پام وکړئ :

د دوارمداره ښه والي او پرمختګ بهیر
په پایله پوهېدل > د ترلاسه کولو لپاره یې قاعده او قانون جوړول > عملیاتي بهیرونه کارول > د کیفیت کنټرول > بریالۍ موخه

په خلاقه توګه د ستونزې د هوارولو بهیر
فکر > بې بنسټه نظرونه > تجربې > ارزونه او زدکړه > نوې پایله

ډېری خلک د نن کار نن ختموي خو ځینې خلک نن د سبا د بریا لپاره کار کوي.


که چېرې تاسې داسې چاپېریال کې ژوند کوی چې تل پکې له ګواښ سره مخ یاستی نو په کړنو مو په مستقیمه توګه اغیز لري. هر انسان د ورځنیو چارو لپاره یوه اندازه انرژي لري او کله یې چې انرژي ختمه شي نو خوب ته اړتیا پیدا کوي. که چېرې تاسې له شخړې او ګواښونو ډک چاپېریال کې کار کوی خپله انرژي د کار په ځای په خپل محافظت او بقا مصروفوی.

په شخړې کې لاندې یاد شوي شامل دي :
– رتبه اخیستل
– نورو ته غوږ نه ایښودل
– چا کې پام نه راوړل
– ننګونکو پوښتنو باندې بل کم راوستل

په ګواښونکي چلند کې لاندې یاد شوي شامل دي :
– د بل په نظر طنزي نیوکې کول او یا هم له پامه غورزول
– نظرونه ننګول
– د نورو نظر ته بدبینه او منفي غبرګون
– نورو ته نصیحتونه کول
– غسه او اخطار

که چېرې پورته یاد شوي کاري چاپېریال کې موجود وي هر یو یې باور له منځه وړي او د باور له کمېدو سره کار کوونکي د کار په ځای په خپل محافظت او خپله بقا بوخت وي. د باور پر بنسټ رامنځته شوی چاپېریال د لاسونو د پړکا او جشنونو لپاره خوښ ځای نه وي بلکې یو متمرکز جوړښت وي، ډیسپلین شوی او قوانین پکې روښانه وي، مسولیت پکې په غاړه اخیستل شوی وي او هر کس ځواب ویونکی وي. خلاقیت او نوښت جوړښت او ډیسپلین ته اړتیا لري. داسې جوړښت او ډیسپلین ته چېرې چې د نظرونو توپیر ته احترام شته وي، درناوی یې کیږي او ارزښت لري.


تاسې تر هغې د سبا ورځې د بریا په لور ګام نشی اخیستلای تر څو چې نن فکر و نه کړئ او خپل فکر تجربه نه کړی.

د نړۍ په اړه باید څرنګه تر نورو بدل فکر وکړو تر څو نوښت رامنځته کړو او د سبا په اړه فکر کول څه ته وایي ؟ د یو کس داسې ظرفیت ته وایي چې په مستقیمه توګه خطر مدیریت کړي کوم خطر چې په خلاقه توګه د ستونزو د هواري له بریالي کېدو سره تړاو لري. په اوسنۍ نړۍ کې له خلکو داسې تمه کیږي چې باید یوه چاره ترسره کړي او کم از کم یا ډېرې لږ تېروتنې وکړي تر څو هغه پایله ترلاسه کړي د کومې چې وړاندوینه شوې. د نوښت لپاره څه اړین دي او له څه باید ډډه وشي لاندې ټکو کې پام ورته وکړئ :

– احساساتي انرژي : کله چې د یو څه په پایله نه یاستی خبر تحریک شوی او نا ارامه احساس دی، د علاقې او حرص احساس دی، د ویرې احساس دی.

– قمار : داسې نړۍ ده په کومه کې چې خلک ریښتینی خطر اخلي، د هغو کسانو لپاره محفوظ ځای نه دی کوم چې په خلاقه توګه ستونزې هواروي ځکه چې د ماتې خوړلو پایله پکې لویه فاجعه وي. قمار انسان کې حرص او شوق پیدا کوي او له همدې امله انسان په احساساتو ډکوي، انسان په وسوسه ډکوي.

– بیوروکراسي : داسې سیستم ته وایي چېرې چې د رایو له لارې ټاکل شوی کاندید پرېکړې نه کوي بلکې د حکومت لخوا په رسمي دندو ګمارل شوي چارواکي یې کوي. په بیوکراسي کې د وړاندوینې وړ پایلې د ترلاسه کولو لپاره قاعده او قانون کاریږي. په دې ډول چاپېریال کې توپیرونو، فکرونو او نظرونو ته پام نه کیږي. په دې چاپېریال کې احساساتي انرژي کمه وي، خلک د انګېزې پر بنسټ خپلې چارې پر مخ نه وړي. بیوروکراسي داسې چاپېریال دی چېرې چې نوښت امکان نه لري او د نوښت لپاره چې کوم چاپېریال ته اړتیا ده د بیوروکراسي برعکس چاپېریال دی. په دې ډول چاپېریال کې ممکن خلک د خلاقیت او نوښت وړتیا ولري خو د کولو لپاره یې باید د انګېزې لمبه داخل کې بله شي او د چلند او فکر بدلولو لپاره مرسته ورسره وشي.

– له ځانه راضي کېدنه : داسې نړۍ ده چېرې چې نیوکه نه وي او خلک ټول راضي وي، دا ډول چاپېریال محفوظ ښکاري خو تر ټولو زیات خطرناک وي. ډېری له ځانه راضي شرکتونه ډېر ژر له ماتې سره مخ کیږي تر ټولو ښې بېلګې یې په انګلستان کې د موټر سایکل شرکتونه دي، په متحده ایالتونو کې د موټرو صنعت دی. دواړو خپل مارکیټ هغو هیوادونو ته وبایله کوم چې د ودې حال کې هیوادونه دي. کوم خلک چې له ځانه راضي وي ګمان کوي چې په خلاقه توګه د ستونزو هوارولو فکر ته اړتیا نشته. کوم خلک چې فکر نه کوي دا نشي لیدلی چې څه پېښ شوي او څه پېښېدونکي دي او څه یې د حل لار ده.

– تجربه کوونه : د تجربې چاپېریال د خلاقیت او نوښت لپاره تر ټولو مناسب چاپېریال دی. تجربه کوونه ځکه تر ټولو محفوظه طریقه ده ځکه چې تاسې پکې د ماتې خوړولو امکان تر حد اقل پورې کموی. تجربه د نوې زدکړې او په حقیقت بدلولو لپاره اړینه ده. توماس اېډېسن د ګروپ تر اختراع کولو او تولیدولو مخکې ۲۰۰ مختلف ډوله توکي کارولي وو. جېمز ډایسن له بریښنايي جارو تولیدولو مخکې ډېر توکي د اختراع او تجربې لپاره کارولي وو. هر مخترع کس تر اختراع مخکې تجربې کړي له همدې امله نوی فکر په لمړي ځل سم نه وي بلکې د تېروتنو یوه لړۍ وي او د دې لړۍ پایله نوې پوهه وي.


هر انسان یوه هیله لري، دا هیله یې له نورو بدل نظر وي. که چېرې نیوکه پرې وشي او یا هم هیلې پسې یې خندا وشي د نوښت مخه ډب کیږي. انشټین وایي د نوښت او خلاقیت لپاره فکر تر پوهې اړین دی او که چېرې فکر یې له لمړي بې بنسټه نظر نه وي پیل نو بیا له دې فکر د نوښت تمه نشته. والټ ډېزني ګمان کوه چې د نوښت او خلاقیت لپاره خوښي او ازادي ته اړتیا ده، دوېم ګام کې د تمرکز لپاره نظم ته اړتیا ده.

فکر تر پوهې زیات اړین دی > بې مانا نظرونه > نظرونو کې نظر خوښول > که چېرې لمړی فکر بې بنسټه نه وي نو د نوښت تمه مه کوئ > مانا ورکول > خپل فکر او هیلې په حقیقت بدلول

مرغانو د انسانانو چار چاپېره له میلیونونو کلونو الوتنه کوله خو تر هغې انسان په دې نه وو توانېدلی چې د مرغه په څېر الوت وکړي تر څو چې یو کس دا ډول بې مانا او بې بنسټه فکر نه وو کړی نو که نن انسان د مرغه په څېر الوتنه کولای شي ځکه یې کولای شي چې یو چا دا بې مانا فکر کړی.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons