سرې هوسۍ (سېروس اېلافوس) ډېر پېژندل شوې هوسۍ دي. د کورنۍ نوم ېې سېرویدای او ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا ده. مورنی ځای ېې اسیا، شمالي امریکا او اروپا ده. د دې هوسیو ښکار د غوښې او سپورت دواړو لپاره کیږي. په ډله کې ژوند کوي خو کله ېې چې د جنسي نزدیکت موده راورسیږي جوړه جوړه سره جلا کیږي. قد ېې تر ۱.۲ متره پورې رسیږي. رنګ ېې سور نصواري خړ ته ورته ده. دا هوسۍ ۲۰ فرعي ډولونه لري.