سرې – Fertilizer
هغه طبعي یا مصنوعي توکې چې کیمیاوي اجزا لري او د بوټو د تولید وده ښه کوي، د ځمکې طبعي حاصلخېزۍ کې ښه والی رامنځته کوي او یا که پر ځمکه مخکې فصل کرل شوی وي او دغه کیمیاوي اجزا ېې جذب کړي وي د هغو ځای ډکوي ترڅو ځمکه بیا حاصلخېزه کړي. د څارویو سرې او د ځمکې مقوي موادو د کارونې طریقه دومره پخوانۍ ده لکه څومره چې کرنه او بزګري پخوانۍ ده. عصري کیمیاوي سرې له درې اجزاو څخه یو جز لري کوم چې د بوټي د تغذیه کولو لپاره اړین دي. دغه درې اجزا: فاسفورس، نایتروجن او پوتاسیم دي. له دې وروسته په دوېمه کچه اړین اجزا: سلفر، مګنیزیم او کلسیم دي. د نایتروجن ډېره برخه له امونیاک یا مصنوعي اومنیا ( synthetic ammonia) څخه لاسته راوړل کیږي؛ دا کیمیاوي ترکیب (NH3) د ګازو په توګه کاریږي یا په اوبو کې حل کیږي او یا په مالګې بدلیږي لکه امونیم سلفېټ (ammonium sulfate)، امونیم نایټرېټ (ammonium nitrate)، امونیم فاسفېټ (ammonium phosphate). له دې پرته د څارویو سرې او د ښارونو ناولې اوبه هم د دې توکو سرچینه ګڼل کیږي.
د سرې په فاسفورس کې کلسیم فاسفېټ (calcium phosphate) شامل دي چې له فاسفېټ ډبرو او یا هډکو لاسته راوړل کیږي. تر ټولو زېات د حل کېدو وړ د (superphosphate and triple superphosphate) په نامه یادیږي چې د کلسیم فاسفېټ په سلفري یا فاسفوریک اسیدو له اصلاح کېدو لاسته راځي.
د سرې پتاسیم جز چې د پتاسیم کلورایډ (potassium chloride) او پتاسیم سلفېټ (potassium sulfate) په نومونو پېژندل کیږي د ( potash) څخه لاسته راوړل کیږي.
په ګډه یا مختلطه سره کې له یو څخه زېات اجزا موجود وي او دغه مخلوط شوې سره په سلوګونو طریقو جوړېدای شي. د کرنې په عصري طریقو کې سرې د ماشینونو په ذریعه، په جامد، مایع او یا د ګاز شکل کې شیندل کیږي. یو ډول ېې بې اوبو امونیا (anhydrous ammonia) ده چې د سپرې په ډېر لوړ فشار شیندل کیږي او کله چې په ځمکه وغورزیږي په نایتروجني ګاز (nitrogenous gas ) بدلیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!