سلېډ سپیان – Sled dog

هر هغه نسل چې په واوره کې د کراچۍ کش کولو لپاره کاریږي د سلېډ په نامه یادیږي. ډېر وخت د سلېډ یا کراچۍ کش کولو لپاره د سایبیریا هوسکي، د الاساکا مالامیوټ، سموېډ او اسکیمو نسلونو سپیان کاریږي. دغه سپیان ډبل وېښتان لري، قوي عضلاتي بدن او خورا زېات مقاومت لري. په شمالي امریکا کې به له ۱۲ تر ۱۵ سپیان په کراچۍ پسې تړل کېده او خلک یا توکي به ېې له یو ځای نه بل ځای ته انتقالول. همداسې په پېر هیچ کې ۸ سپیان د کراچۍ کش کولو لپاره کاریږي او د سایبیریا سپیان چې ډېر قوي دي تر ۸ هم کم کاریږي.