سمبر (سېروس یوني کلر) د کورنۍ نوم ېې سېرویدای او د ډلې نوم ارتیو دکتیلا ده. له هند تر نیپاله پورې پیدا کیږي. سمبر هوسۍ په ځنګلونو کې یواځې یا په وړو ګروپونو کې ژوند کوي. تر یو متر پورې ېې قد لوړیږي، تېز نصواري رنګ لري. غرڅه ېې د درې ښاخونو ښکرونه لري او مختلف توکمونه لري چې په دې کې تر ټولو غټه د هند سمبر (نایجر) او تر ټولو وړه ملایان سمبر (ایکینوس) ده.