بل نوم یې (Pycnogonid) ده. غڼې ته ورته سمندري ژوي دي، په پیکنوګونیډا کلاس (class Pycnogonida) کې شامل دي، کلاس ته یې د پانټوپوډا (Pantopoda) نوم هم اخلي، د فایلم نوم یې ارتروپوډا (phylum Arthropoda) ده. د سمندر په تل کې دبوټو او ژو تر منځ قدم وهي. ډېری یې څلور جوړه اوږدې پښې لري. کوم چې په کمو ژورو اوبو کې ژوند کوي تر ۳ ملي متره او کوم چې په ژورو اوبو کې ژوند کوي تر ۵۰ سانتي متره پورې اوږد بدن لري. خوله یې مثلثي شکل لري. خواړه یې له د نرمې تنې له ژو مایع څکل دي. د کمو ژورو اوبو ډولونه یې څلور ساده سترګې لري، د ژورو اوبو ډېر ډولونه یې بې سترګو دي. د هاضمې او مثل تولید سیستمونه یې څانګې لري او څانګې یې پښو کې غزېدلي.
د ښځې او نر جلا جنس لري، القاح یې له بدن څخه بهر ترسره کیږي. نر یې هګۍ تر هغو په خپلو ځانګړو پښو پسې نښتې ګرځوي تر څو چې په بچیانو بدلیږي. د ډېرو ډولونو بچیان یې لاروال دوره لري او په دې موده کې په سینیدارایان او یا حلزون کې پرازیت وي. عصبي او د وینې د دوران سیستم یې ساده ده او د فضله موادو د دفع کولو او تنفس سیستم نلري.