که چېرې تاسې سهار کې اوبه وڅکئ نو د بدن الیکټرولایټ مو نري کیږي په ځانګړې توګه سودیم او دا چاره مو بدن کې اوبه نورې هم کموي، ځکه چې اوبه یوازې ستاسې بدن کې اوبه نه زیاتوي بلکې مختلف ډوله مالګې دي کومې چې ستاسې بدن کې، د اوبو په ساتنه کې مرسته کوي.
کوم کسان چې د وینې لوړ فشار لري د دوي لپاره په سهار کې د لیمو اوبه تر ټولو غوره دي. د ورځې او د شپې د هر وخت په پرتله تاسې سهار کې ډېر کورټیزول خپل بدن کې لرئ او د کورټیزول کچه سودیم کموي. که چېرې تاسې سودیم په اوبو نري کړئ نو خپله ورځ له زهني فشار او سټرس ډکولی شئ. په ورته وخت کې که چېرې سهار کې مو د کورټیزول کچه لوړه پاتې شي نو له ځیګر څخه مو بوره په وینه کې ازادیږي او په وینه کې مو د بورې کچه زیاتیږي.
که چېرې تاسې خپل سهار په لیمو او که چېرې امکان لري په ایوډین مالګې یا د سمندر په مالګې پیل کړئ نو بدن کې به مو د بورې زیاتېدنه کنټرول کړې وي، د کورټیزول د هورمون کچه به مو کنټرول کړې وي او بدن کې به مو د اوبو د کمېدو مخنیوی کړی وي. البته مالګه ډېره مه کاروئ صرف دومره کافي ده چې د دوه ګوتو منځ کې کمه اندازه مالګه راوخلئ. دوېم دا چې هره مالګه نه بلکې ایوډین یا د سمندر مالګه. ورپسې که چېرې تاسې بیا بدن ته کافي مایع هم ورسوئ نو بدن به مو د ورځې د فعالیت لپاره چمتو کړی وي. که چېرې وینه کې مو بوره زیاته وي نو دوه ډوله نورې مالګې چې یوه یې پوتاسیم او بله مګنیزیم ده د ټابلیټ شکل کې کارولی شئ.
په لیمو کې سیټریک اسید موجود وي کوم چې تاسې کې د پښتورګو د تیږې خطر کموي. په ورته وخت کې یوریک اسید کموي او ستاسې د پښې په ګټه ګوته کې د پړسوب مخنیوی کوي. په ورته وخت کې د لیمو ځینې اجزا د ځیګر پاکولو کې هم مرسته کوي، صفرا نرۍ کوي، د صفرا په کیسه کې د تیږې د پیدا کېدو مخنیوی کوي. لیمو رګونو ته انټي اوکسیډنټ چمتو کوي او د زړه په روغتیا ساتنه کې هم ونډه اخلي، په لیمو کې پولي فینول په ګېډه کې د ګټورو مکروبونو له ودې سره مرسته کوي. په انګریزۍ هغه وسپنه چې له بوټو اخیستل کیږي د (non heme iron) په نامه یادیږي، کوم کسان چې د وسپنې د کموالي له امله د وینې کمی لري نو له دوي سره لیمو د یادې وسپنې په جذب کې مرسته کوي. که چېرې له لیمو سره مګنیزم او پوتاسیم یو ځای وکارول شي نو د پښتورګو ساتنه کې لویه ونډه اخلي.