د کورنۍ نوم ېې لیپوریدای ده، ۲۸ ډولونه لري په دغو کې صحرايي سویان (لیپوس) ندي شامل، طی لرونکي حیوانات دي. سویان په لنده، د استوایي سیمو په ځنګلونو او صحرا ګانو کې ژوند کوي. په غربي نیمه کره کې په اروپا کې پیدا کیږي. د مرکزي افریقا په یوه برخه او جنوبي افریقا کې ژوند کوي. د هند لوېې قارې ته ورته سیمه کې، سوماترا او جاپان کې موندل کیږي.
د اروپا سویان ( اوریکتولاګوس کونیکولوس) د نړۍ ډېرو برخو کې خپاره شوي. همداسې د کورنیو سویانو ډېر ډولونه او نسلونه له اروپا خپاره شوي. په نړۍ کې د سویانو نیم نسلونه د نسل د ورکېدو له خطر سره مخ دي.
سویان اوږده غوږونه لري چې د غوږونو اوږدوالی ېې تقریبا تر ۶ سانتي متره پورې رسیږي. وروستۍ پښې ېې ډېرې قوي دي. تر ټولو واړه سویان ېې د پیګمي ( براچي لاګوس ایدا هونسیسز) په نامه یادیږي چې د بدن اوږد والی ېې تر ۲۰ سانتي متره پورې رسیږي او وزن ېې تر ۰.۴ کیلو ګرامه پورې رسیږي او تر ټولو د غټو سویان د بدن کچه تر ۵۰ سانتي متره او وزن ېې تر ۲ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د بدن وېښته ېې اوږده او نرم دي ډېر رنګونه لري.
طبعي تاریخ
د اروپا سویان تر ټولو زیات په نړۍ کې خپاره شوي خو د نسلونو او ډولونومطالعې ښودلې چې د سویانو تاریخ له اروپایي ډول سره توپیر لري. ډېر سویان په ځمکې کې کندې کیندی مګر د کاټني لکۍ سویان او هېرس چې صحرايي سویان دي سمڅې نه باسي. د اروپا سویان بیا په ځمکه کې ډېره پراخه سمڅه یا سوری کیندي. ځنې سویان د ځمکې په سطح باندې ځاله جوړوي. د اروپا سویان په هوارو کې ژوند خوښوي لکه پارکونه، باغونه او همداسې نورې هوارې سیمې . دا سویان تر ټولو زیات ټولنیز سویان دي او په یوه سوري کې تر ۲۰ زیات سره راغونډیږي. دغه ټولنیز چلند ېې انعطاف پذیر ده او وضعیت پورې تړلی ده. ډېر وخت د جنسي نزدیکت لپاره سره راټولیږي. تر اوسه ېې کوم ډول نده پېژندل شوی چې په ژمي کې خوب وکړي او معمولا د شپې لخوا ژوند کوونکي حیوانات دي. ډېر خاموش دي مګر یواځې هغه وخت چغه وهي کله چې وویریږي او یا دښکار کوونکي حیوان یا انسان لخوا ونیول شي. کله چې خطر حس کړي خپلې پښې په ځمکه وهي تر څو نورو سویانوته د خطر خبر ورکړي یواځې یو ډول ېې په مکسیکو کې د خطر په وخت یو ډول اواز کوي.
د یو بل سره د خبرو لپاره اواز نه کاروي، په خپل بدن کې یو ډول غدې لري چې په چاپیریال کې خپل بدن په پرتو شیانو سولوي تر څو د خپل ګروپ سوی پرې وپیژني. د دې غدو په ذریعه نر او ښځه پیژني، د بل سوی عمر مالوموي او د سیمې مالک پیژني چې کوم سوی د دې سیمې مالک ده او یا ېې اختیار لري. خپل خالي ادرار هم په کیمیاوي محاوره کې کاروي. کله چې خطر احساس کړي سویان معمولا د څه لاندې پټیږي او حرکت نکوي خو که چېرې کوم ښکار کوونکی ېې تعقیب کړي تېزه او نامنظمه منډه اخلي. د بدن اسکلیټ او د وروستیو پښو جوړښت ېې داسې شوی چې د چټک تګ او منډې وړتیا وربښي. یو سوی کولای شي په یو ساعت کې ۸۰ کیلو متره منډه ووهي.
سویان چمن خوري چې ډېر زېات سلولوز لري او د وښو یا چمن هضم ډېر ستونزمن کار ده . سویان د دې ستونزې د حل لپاره دوه د غایطه موادو مرحلې لري چې یو نرم او بل سخت لکه چرې داسې پچې وي یو پرېمانه د سختو غایطه موادو په پرتله ۵ برابره ویټامین لري.
کوم شنه ېې چې خوړلي وي په سیکم یا د کولمې په اوږدو کې ذخیره کیږي. دویم جوف چې د غټو او وړو کلمو تر منځ ده او سیمبوتیک باکتریا لري چې د سلولوز په هاضمه کر مرسته کوي او بي ویټامینونه تولیدوي.
د ډېرو لاملونو یو ځای کیدا د دې وجه ګرځي چې سویان په کال کې ډېر د مثل تولید ولري. سویان په ډېر ځوان عمر کې د مثل تولید پېل کوي او په یو ځل باندې تر ۷ بچیانو پورې زیږوي. ډېر وخت په یو کال کې یو ځل بچیان زیږوی خو ځنې نسلونه ېې په کال کې درې یا څلور ځلې د مثل تولید کوي.
له پیدا کېدو وروسته ېې مورګانې د خپلو بچیانو توجه نه کوي ډېر وخت له خپلو بچیان سره په ورځ کې یو ځل ویني. یواځې ښځه سویه د بچیو خیال ساتي او نر په خیال ساتنه کې همکاري نکوي.
د سوی غوښه په ډېرو کلتورونو کې د پروتین سرچینه ګڼل کیږي. له پوستکي ېې داسې چرم جوړیږي چې وړۍ پرې موجوده وي.
په حیواناتو کې ډېر وخت د لیوه، باز، ګیدړې، ځنګلي پیشوګانو، ټپوسانو او کونګ لخوا ښکار کیږي. خپله سویان بیا شنه ځایونه له منځه وړي او ډېر وخت شینوالي ته زیان اړوي. په کال ۱۸۵۹ کې د اروپا وحشي سویان استرالیا ته انتقال شول چې لس کاله وروسته ېې زراعت ته سخت زېان واړوه. دغه د وحشي اروپایي سویانو نسل په یو کال کې تر ۳۵۰ کیلو متره پورې خپرېده چې ۶۰ کاله وروسته ېې د استرالیا د فلورا او فونا په نامه ګیاه له منځه یوړه. بلاخره د سویانو د نسل د کنټرول لپاره هڅه پېل شوه. په ۱۹۵۰ لسیزه کې د استرالیا په سویانو یو مرض ولګیده چې تقریبا ټول نسل ېې له منځه یوړ.
داسې کوم سیستماتیک ګروپ نشته کوم چې د سوی رامنځ ته کېدل وښي. خو نوم ېې د لسو نسلونو مجموعې ته په لیپوریدا کورنۍ کې رجوع کوي. د کومو چې ځانګړتیاوې د پیکاس او هېرس سویانو تر منځ دي. نور غړي ېې د لاګو موفا ډله جوړوي چې په دې کې ۲۸ ډولونه شامل دي او تر ټولو زېات پېژندل شوي. په دې ډله کې زېات اروپایي او ۱۶ د جنوبي امریکا د سویانو نسلونه دي.
د سویانو ۵ ډوله په افریقا کې پیدا کیږي او همداسې په اسیا کې هیسپید هېرس نسل ژوند کوي خو ښکار کوونکو او پیشوګانو ېې نسل دورکیدو سره مخ کړی.
داسې کوم سیستماتیک ګروپ نشته کوم چې د سوی رامنځ ته کېدل وښي. خو نوم ېې د لسو نسلونو مجموعې ته په لیپوریدا کورنۍ کې رجوع کوي. د کومو چې ځانګړتیاوې د پیکاس او هېرس سویانو تر منځ دي. نور غړي ېې د لاګو موفا ډله جوړوي چې په دې کې ۲۸ ډولونه شامل دي او تر ټولو زېات پېژندل شوي. په دې ډله کې زېات اروپایي او ۱۶ د جنوبي امریکا د سویانو نسلونه دي.
د سویانو ۵ ډوله په افریقا کې پیدا کیږي او همداسې په اسیا کې هیسپید هېرس نسل ژوند کوي خو ښکار کوونکو او پیشوګانو ېې نسل دورکیدو سره مخ کړی.