د ټېرایر سپیانو نسل ده چې د ۱۹ پېړۍ په اخر کې ېې نسل اخستل شوی. نسل اخیستنه ېې د جان اېډوارډ په نامه کس د ګیدړو او شکڼو او داسې نورو وحشي حیواناتو د ښکار لپاره کړې. دا سپیان ډېر زېات مقاومت لري، له وحشي حیواناتو سره په جګړه کې چټک دي او ژر نه ستړي کیږي. وحشي حیوانات ښکار کولای شي. د بدن د وېښتانو لاندې برخه ېې نرمه او پاسه برخه ېې کلکه زیږه ده. غوږونه ېې زوړند دي، د بدن رنګ ېې سپین خو سر او غوږونه ېې خیره والی لري. تر ۱۰ انچه پورې ېې قد لوړیږي او وزن ېې تر ۱۱ کیلو ګرامه پورې رسیږي.