سټرس مو په ځان باور کموي
سټرس د هڅې او مقاومت لپاره زهني یا احساساتي ځواک دی، مطلوب (غوښتل شوی) او یا نا مطلوب (ناغوښتل شوی) حالت یې رامنځته کوي. همداسې تشویش د یو داسې څه په اړه د نارامتیا او اندېښنې احساس دی د کوم چې پایله ناڅرګنده وي. مونږ ډېری وخت سټرس او تشویش لرو. لامل یې په دوه لاسونو کې لکه د ډېرو توپونو پورته اچولو او قپ کولو په څېر د لمړیتوبونو، ضرب الجلونو (د یوې چارې ترسره کولو لپاره وروستی ټاکل شوی وخت) پورته اچول او قپ کول دي. بل لامل یې ممکن بې کچې کاري بوختیا او د کورنۍ چارې پر مخ وړل وي. د هر انسان لپاره د سټرس او تشویش سرچینه توپیر لري خو په ټولو کې د فزیلوجي د بدلون لامل کیږي، بدن کې د سټرس د هورمونونو (کورټیزولو او اډرېنالین) سیلاب رامنځته کیږي کوم چې د تېښتې، مقاومت او یا جام پاتې کېدو لامل کیږي او یاده چاره زمونږ بدن باندې لاندې اغیزونه لري :
– د زړه ضربان مو تېزیږي تر څو په اکسیجن غني وینه غټو عضلو ته ورسوي.
– د سا اخیستنې نرخ کې مو زیاتوالی رامنځته کیږي تر څو وینه کې د ګډېدو لپاره زیات اکسیجن انتقال کړي.
– وینه ورسره ټینګیږي او د ټینګېدو فکتورونه چمتو کوي تر څو د بدن له هر ډول ټپ د وینې بهېدنه نا ممکنه کړي.
– د مغز د کورټېکس له مخکینۍ برخې کومه چې د فکر کولو او پرېکړې لپاره کاروو وینه ترې تخلیه کیږي.
– د نږدې چاپېریال لید مو زیاتیږي او دا چاره مو د چاپېریال په اړه خبرتیا زیاتوي.
– د سترګو د ګاټو منځ ډېر روښانه کیږي او زیاته رڼا پرېږدي کوم چې ښه لید کې مونږ سره مرسته کوي.
– تر بل هر وخت مو د اورېدو وړتیا زیاتیږي.
– پوستکی مو یا زیاته خوله تولیدوي او یا سړیږي.
پورته غبرګون ستړی کوونکی وي او کله مو چې سټرس او تشویش ستړي کړي، ستړیا مو په ځان باور کموي.