سټرس ویجاړونکی دی که رغونکی ؟

سټرس کوم بد شی نه دی. که چېرې سټرس نه وای نو د زیان اړونکي حالت مخنیوی به ناشونی وو. د بېلګې په توګه که چېرې لوګی احساس کړو نو هرو مرو کور ګورو چې اور یې نه وي اخیستی. ستاسې بدن د ادرېنالین هورمون یوې کچې ته اړتیا لري تر څو فکر او خوځښت وکړی. د سټرس یوه اندازه اړینه ده تر څو له هر ډول خطر ځان پرې خبر کړو.

کله چې د ویجاړونکي سټرس په اړه خبرې کوو نو موخه مو په ورځ کې د غیرې ضروري سټرس لوړه کچه وي. ډېری خلک د غیرې ضروري یا نا اړین سټرس کمولو لپاره په اوسمهال کې د اوسېدو لپاره یوازېتوب اختیار کوي. ډېری خلک ځان د دې پاره هېروي او ورکوي تر څو کار او د کار له لارې پیسې پیدا کړي، مینه، کورنۍ او اړیکې وپالي خو پای کې یې ځان او د هغه څه په لټه کې چې وي دواړه له لاسه ورکړي وي په دې مانا چې خوښ نه وي. د دې لپاره چې د لاسته راوړنو پای کې تاسې ناخوښ احساس ونلری لمړی باید سټرس وپېژنئ او نا اړین سټرس څخه خپل زهن لرې وساتئ.

سټرس څه شی دی ؟
– د سټرس لامل کېدونکی یا سټرېسور : د سټرس لامل کېدونکی هر هغه څه او هر هغه کس چې تاسې سټرس کوي سټرېسور دی
– ستا زهن چې د سټرېسور په اړه تاته څه وایي : د سټرس پیدا کوونکي په اړه ستا فکر
– سټرس ته غبرګون : کس یا حالت ته تعریف لټول یا مانا ورکول، ستا د بدن احساس او سټرس ته عکس العمل

که چېرې ستا زهن فکر کوي چې ته له ګواښ سره مخ یې او دې حال ته ستا غبرګون دا وي چې ته ورسره مقاومت نشې کولای نو لنډمهال کې مو ممکن دا ډول سټرس زیات ستړي کړي او اوږدمهال کې بدې پایلې لرلای شي لکه زهني او فزیکي روغتیا له لاسه ورکول، ژوند ډېر په نا مناسبه طریقه پر مخ وړل.

کورټیزول
کله هم چې ستاسې بدن سټرس ته غبرګون ښي بدن کې مو مرغړي کورټیزول هورمون تولیدوي. دا هورمون ستاسې بدن کې ډېر بدلونونه تنظیم کوي، اغیز پرې کوي او یا یې ځنډوي. په دې بدلونونو کې د وینې د بورې کچه یا د ګولوکوز کچه، شحم، پروتین، د کاربوهایډرېټ میټابولېزم تر څو د وینې د ګولوکوز ساتنه وکړي او د نورو ترمنځ د ایمني سیستم غبرګونونه شامل دي.

د کورټېزول هورمون ممکن کمه اندازه تولید شي، ممکن په کافي اندازه تولید نشي، ممکن ټول بدن مو د کوړتیزول هورمون وي.

که چېرې تاسې ټول بدن د اوږد مهال لپاره په کوړتیزول هورمون ډک شوی وساتی نو ممکن بدن مو د مغز هایپو تالاموس او داخلي پېچوېټري برخې ته ووایي چې لږ ارام شی مونږ د بار لاندې یو او داسې حالت کې د بدن د نیوکې او وړاندیز سیستم مېکانېزم عجیب او غریب کیږي او که چېرې دا چاره ادامه پیدا کړي نو تاسې د (Myalgic Encephalopathy) روغتیايي حالت باندې اخته کېدای شی کوم چې انسان نا توانه کوي په (Chronic Fatigue Syndrome and Post-Viral Fatigue Syndrome) نومونو هم یادیږي. که چېرې سټرس زیات اواوږد مهاله شي د ډېپرېشن لامل کیږي. د سټرس زیاته کچه د کورټیزول هورمون زیاتوي او سېروټونین او مغز کې نور نیورو ټرانزمېټر د ډوپامین په شمول کموي.

که چېرې داسې کارونه او فکرونه وکړئ چې بدن کې مو کورټیزول زیات او سېروټونین سره ډوپامین او نیورو ټرانزمېټر کم شي د زهني ناروغیو په لور ګام اخیستل دي او که چېرې داسې کارونه وکړئ چې کورټیزول د اړتیا په اندازه تولید شي او د سېروټونین سره له نورو نیورو ټرانزمېټر د ډوپامین شمول د تولید اندازه کمه نشي د روغتیا تر لاسه کولو او ساتنې په لور ګام دی.

کله هم چې دا کیمیاوي سیستم په نورمال توګه کار کوي نو بیولوجیکي بهیرونه لکه خوب، اشتیا، انرژي، جنسي خوند تنظیم کوي، د مثبتو احساساتو بیان او مثبت مزاج لرلو کې مرسته کوي.

کوم بدن کې چې روغتیا لرونکی ایمني سیستم موجود وي په هغه بدن کې د سرطان حجرې وده نشي کولای. د دې لپاره چې بدن کې د سرطان حجرې وده وکړي نو ایمني سیستم باید بې کچې ستړی او یا بې اغیزه وي. اوږد مهاله سټرس مو ایمني سیستم کمزوری کوي، کمزوری ایمني سیستم بدن کې پړسېدلې حجرې پیدا کوي او پړسېدلې حجرې سرطان پیدا کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons