د ټولو سپورتي سپیانو نسل ته سپانیا وایي. دغه سپیان د ښکارایانو لخوا د ښکار لپاره او ډېر وخت د لوبو لپاره کاریږي. تر کومه چې د دې سپیانو تاریخ مالوم ده داسې ګمان تر کیږي چې لمړني سپانیال سپیان د هسپانیا وو او په همدې ورته سپانیال نوم اخلي خو د دې سپیانو ډېر عصري نسلونه په انګلستان کې اخیستل شوي. په کچه کې تر ټولو غټ سپانیال نسل سپرینګر نومیږي او تر ټولو واړه د کوکر په نامه یادیږي. توپیر ېې د کړنو نه هم کیږي ځنې د ښکار او ځنې د لوبو لپاره روزل کیږي. بل توپیر ېې د وچې او اوبو سپانیال دي.