د سورتي سپیانو دوه قدیمي نسلونه چې د سپورت لپاره کاریږي. د انګلستان سپرینګر سپانیال درمیانه کچه لري چې قد ېې له ۱۹ تر ۲۰ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۱۸ تر ۲۳ کیلو ګرامه پورې رسیږيي. د بدن رنګ ېې ډېر وخت سپین او تور وي، ډبل وېښتان یا د اوبو د څپو په څېر وېښته لري چې انګریزان ېې په کور کې د کورني سپي په څېر او بزګر ېې په خپلو ځمکو کې د ښکار لپاره ساتي. سپرینګر سپانیال بیا د انګلستان له سپانیال نه وړوکی ده او نسل ېې له ۱۴ پېړۍ پېژندل شوی. رنګ ېې تل سور نصواري او سپین وي. قد ېې له ۱۷ تر ۱۹ انچه پورې لوړیږي په اوبو کې لوبې او ښکار پرې کیږي همداسې ځنې خلک ېې په کور کې د کورني سپي په څېر هم ساتي.