Siren – سیرېن لټکې
د سیرینیدای کورنۍ (family Sirenidae) ټول غړي د سرېن په نامه یادیږي. د کوداتا ډله (order Caudata) کې شامل دي. په اوبو کې د ژوند کوونکو لټکو ډول دی، بدن یې مار کب ته ورته وي، رنګ یې تېز نصواري یا نیله وي. مخکینۍ پښې یې لنډې دي، وروستۍ پښې نلري. واړه او غټ دواړه یې بڼکې ته ورته برانشونه (gills) لري.
سیرین لټکې یا د اوبو لاندې په خټو، ډبرو او یا بوټو کې ځان پټوي. د ډېر کم وخت لپاره له اوبو بهر اوځي. که چېرې له اوبو را ووېستل شي یو ډول غږ هم کولای شي. خواړه یې د اوبو حشرې او واړه ژوي دي. په اوبو کې جنسي نزدیکت کوي او خپلې هګۍ د اوبو د بوټو په پاڼو اچوي. واړه بچیان یې د شکل د تغیر دوره نلري، په ځینو ډولونو کې یې د القاح سیستم داخلي او په ځینو کې بهرنی وي. تر ۲۵ کالو پورې ژوند کولای شي.
Comments
So empty here ... leave a comment!