سینټ بېرنرډ – Saint Bernard

د سپي دا نسل د انسان په ژغورنه کې غټ رول لرلی. په تېرو ۳۰۰۰ کلونو کې دې سپیانو د ۲۵۰۰ کسانو د ژوند ژغورنې لامل ګرځېدلي. کله انسان ته لار پېدا کړې او کله ېې ورک انسانان پېدا کړي او کله ېې د اړتیا په وخت کې نور انسانان خبر کړي چې یو انسان ته مرسته ورسوي. ګمان کیږي چې د روم سینټ بیرنرډ دا نسل له اسیا نه اروپا ته راوړی وي او وروسته ېې په اروپا کې نسل خپور شوی. تر ټولو نامتو سپی باري نومېده چې له خپل مرګ نه ېې مخکې د ۴۰ کسانو په ۱۸ پېړۍ کې ژغورلی وو. له دې پرته دا سپیان د څر او د ځایونو د ستانې لپاره هم ساتل کیږي.