سیکا – Sika

سیکا (سېروس نیپون) په ځنګل کې ژوند کوونکې هوسۍ، د کورنۍ نوم ېې سېر ویدای، د ډلې نوم ارتیو دکتیلا، مورنی ځای ېې چین، جاپان او کوریا ده. سیکا په جاپانۍ ژبه کې هوسۍ ته وایي, په دې سیمه کې دا هوسۍ مقدسې ګڼل کېدې. په چین کې دا هوسۍ په فارمونو کې ساتل کیږي تر څو ېې له ښکرونو سیمه کې دودیز درمل جوړ کړي.
تر ټولو وړه غرڅه (نر) ېې په دې ډول کې ۸۰–۸۶ سانتي متره پورې قد او تر ۸۰ کیلو ګرامه پورې وزن لري. تر ټول غټه غرڅه (نر) ېې تر ۱۱۰ سانتي متره پورې قد او تر ۱۱۰ کیلو ګرامه پورې وزن لري. هوسۍ ېې د نر په اندازه ۶۰% وزن لري (۴۰% ېې له نر نه وزن کم وي). نصواري رنګه سور رنګ لري او په اوړي کې ېې په بدن سپین ټاپي پیدا کیږي چې ژمي کې ډېر خېره کیږي یا له منځه ځي او یوازې نصواري سور رنګ پاتې کیږي. په وزن، رنګ کچه کې د پام وړ جغرافیاييتوپیر لري. اوږده لکۍ لري. په شمال کې د دې ډول د غرڅې ښکرونه تر۸۵ سانتي متره (۳۳ انچه) پورې او په جنوب کې تر ۷۰ سانتي متره (۲۸ انچه ) پورې اوږدیږي.

د سپټمبر په مېاشت کې غرڅه یو ډول اواز کوي او په دې آواز سره بل نر ته وایي چې دا زما سیمه ده . دا مېاشت ېې د جنسي نزدیکت موده ده. سیکا هوسۍ په ټولنیز چلند کې سرې هوس او اېلک ته ورته دي. د دې درېواړه ډولونو غرڅه چې کله هوسۍ ته نږدې کیږي یو ډول چلند اختیار کوي، د نزدیکت په وخت کې په خپلو خالي ادرارو سیمه لړي تر څو بل نر په دې وپوهیږي چې دا سیمه د بلې غرڅې ده. سیکا هوسۍ تر سرې هوسۍ له سړې هوا سره ډېرې حساسې دي. سیکا هوسۍ ښه لامبو وهونکې ده او هر ډول مرض سره مقاومت کولای شي. 
له خپلې مورنۍ سیمې پرته امریکا، اروپا او نیوزلنډ ته ېې هم نسل انتقال شوی.