دسپیانو هغه درې نسلونو ته وايي چې د مرغانو د نیولو لوبه ورباندې کیږي. دا نسلونه د منځنۍ پېړیو له ښکاري سپیانو اخیستل شوي. په دې سپیانو کې کیناستونکی سپانیال د دې لپاره روزل کېده چې له لوړو وښو کې مرغان پېدا کړي او له لیدلو سره سم کیني تر څو د سپي سره ښکاري په دې وپوهیږي چې دلته مارغان دي او دسپي له ناستې سره سم پرې جال خپور کړي چې مارغان او سپی دواړه به جال کې ګېر کېدل. خو له کله چې ښکاریان له ټوپک نه هم کار اخسته پېل کړې دې سپیانو ته تر دې زېات د ښکار او لوبې تخنیکونه ورزده شوي.