د نسل نوم ېې ستروتیو، د کورنۍ نوم ېې ستروتیونیدای او د ډلې نوم ېې ستروتیونیفارم ده. فوسیلي جسدونه ېې چې تقریبا ۱۲ میلیونه کاله زاړه دي په روسیه، هند او چین کې موندل شوي.
شتر مرغ (ستروتیو کامیلوس) نا الوتونکی تر ټولو غټ پیژندل شوی مرغه د افریقا په پراخو هوارو هیوادونو کې پیدا کیږي. بلوغیت ته رسېدلی نر ېې تقریبا تر ۲.۷۵ متره پورې قد لري. د قد نیم لوړوالی ېې غاړه جوړوي او وزن ېې تقریبا تر ۱۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. ښځه تر نر یوڅه اندازه وړه وي. د شتر مرغ هګۍ تقریبا ۱۵۰ ملي متره اوږده وي، قطر ېې تقریبا ۱۲۵ ملي متره پورې رسیږي، د هګۍ وزن ېې تقریبا ۱.۳۵ کیلو ګرامه وي. نر ېې تور رنګ لري خو په وزرو او لکۍ کې سپینې بڼکې لري. ښځینه ېې ډېر وخت نصواري رنګ لري، سر او د غاړې ډېره برخه ېې سور شین ته ورته رنګ لري.
دا حیوانات ډېر پیاوړي ورنونه لري، په ورنونو ېې بڼکې نشته، سرونه ېې واړه دي اوغټې نصواري سترګې ېې ډبل تور باڼه لري.
د دې حیواناتو پښې دوه ګوتې لري، او په همدې دوه ګوتو له انسانانو او وحشي ښکار کوونکو یا جسد خوړونکو حیواناتو تېښته کوي. یو وېرېدلای شتر مرغ کولای شي په یو ساعت کې ۷۲.۵ کیلو متره منډه ووهي. په خپلو پښو د ځان د دفاع لپاره لغتې هم وهلای شي.
خواړه ېې معمولا شنه واښه دي خو ډېر وخت حشرات هم خوري. د اوږدې مودې لپاره بې اوبو ژوند کولای شي. د مثل تولید کوونکي نران ېې د ښځې په سر جګړه کوي او د زمري دغورېدو په څېر غږ باسي
په خپلو پنجو باندې ځمکه کې ځاله جوړو او په ځاله کې ېې له ۱۲ زیاتې هګۍ موجودې وي. د ورځې لخوا ېې ښځه او د شپې لخوا نر په هګیو کیني. په ۴۰ ورځو کې بچیان له هګیو راوځي، چې کله یو میاشتني شي نو له غټو شتر مرغانو سره په منډې وهلو پېل کوي.
په منځنیو پېړیو کې د دې حیوان بڼکې د پوځ په جامه کې د ښکلا لپاره او په ۱۹ پېړۍ کې د ښځو په زر او زېوراتو کې کارېدلې او په همدې وجه په استرالیا، جنوبي افریقا او امریکا کې د دې مرغانو فارمونه جوړ شول خو دا فارمونه او سوداګري له اولې نړېوالې جګړې وروسته له سقوط سره مخ شوه. په اوسني وخت کې شتر مرغ د غوښې او پوستکي لپاره ساتل کیږي. د شتر مرغ له پوستکي یوډول نری چرم جوړیږي. له دې پرته شتر مرغ د منډې وهلو لوبې لپاره روزل کیږي: داس په څېر پرې سورلۍ یا د اس په څېر په ټانګې پسې تړل کیږي. یو شتر مرغ تر ۵۰ کالو پورې ژوند کوي.
د هګیو له کچې، رنګ، د بدن له کچې د پوستکي له کیفیته ېې نسلونه پېژندل کیږي. مخکې فکر کېده چې دا توپیرونه ېې ډولونه په نښه کوي خو له مطالعې وروسته څرګنده شوه چې دا ډولونه نه بلکې د یوه ډول ستروتیو کامیلوس نسلونه دي. تر ټولو ډېر پېژندل شوي شترمرغان د شمالي افریقا دي چې اوس ېې نسل ډېر کم شوی چې له مراکش نیولې تر سوډانه پورې پیدا کیږي. په جنوبي او شرقي افریقا کې هم شته. د سعودي او سوریه نسلونه په کال ۱۹۴۱ کې له منځه ولاړل.