شخړه او مخالفت د مشري او ژوند یوه برخه ده
شخړه یا مخالفت د ژوند داسې برخه ده چې په هېڅ وجه یې مخنیوی نشي کېدلای، همداسې د مشري بنسټیزه برخه ده. د فکري ودې او زدکړې لپاره فرصت دی خو که چېرې په اغیزمنه توګه یې مدیریت ونشي نو ویجاړونکې ده، د تولید مخنیونکې او د مورال له منځه وړونکې ده. ځینې خلک له شخړې کرکه لري او له شخړې کلکه ډډه کوي خو شخړه د انسان یوه طبیعي برخه ده او مخنیوی یې ناشونی دی او ځینې خلک خوند ترې اخلي. که چېرې تاسې بریا غواړی او د مشري هنر زدکول غواړی نو اړینه ده چې د شخړې په اغیزمنه توګه مدیریت زده کړئ.
شخړه او مخالفت په هره اړیکه کې پیدا کیږي لکه د ژوند له ملګري یا ملګرې سره، لکه له خپلو بچیانو سره، لکه له مور او پلار سره، لکه له ملګرو سره خو دا ډول شخړې د مشري له شخړو سره لوی توپیر لري او د یو مشر یا مشرې په توګه چې تاسې له کومو شخړو سره مخ کیږی ډېرې پېچلې او حل کول یا هوارول یې سخت وي ځکه چې یوه شخړه کې ډېر برخه اخیستونکي شامل وي او هر یو یې خپل نظر او اجنډا لري.
شخړې د ژوند نورمال برخه ده او په مشري کې، له هغو خلکو سره یې مدیریت په اغیزمنه توګه اړین دی د کومو چې تاسې لارښونه کوی تر څو له دې خلکو سره مثبته اړیکه ولرلای شی او له دې لارې د ادارې او ټیم لپاره لویې لاسته راوړنې ولرلای شی. شخړه رغونکې، د پوهې او فکري ودې رامنځته کوونکې، ستونزو ته د نوو حل لارو رامنځته کوونکې ده خو په ورته وخت کې ویجاړونکې هم ده. په شخړه د پوهېدو لپاره فعاله غوږ نیونه اړینه ده او که چېرې تاسې دا هنر هم ورسره زده کړئ چې له اورېدو پس مو وړاندیز نه ځانته او نه بل ته زیان اړونکی وي نو په فرصت او ودې یې بدلولای شی.
البرټ انشټاین وایي چې : “د سختیو ترمنځ فرصتونه پراته دي.”
شخړه څه ده او ولې رامنځته کیږي ؟
شخړه هغه وخت رامنځته کیږي کله چې دوه یا ډېر کسان توپیر لرونکي نظرونه، توپیر لرونکې علاقه او اړتیاوې ولري او خپله کې په دې توافق نشي کولای چې یوه ستونزه څرنګه اداره شي نو دا په دې ډله کې د مخالفت لامل کیږي. شخړه د دوه کسانو د ارزښتونو او اصولو د توپیر له امله رامنځته کیږي او دا توپیرونه یې خپله کې د بحث لامل کیږي. ځینې خلک کوم چې له خپلو کړنو سره مخالف دي له خپل ځان سره شخړه کې وي.
تر ډېره شخره د دوه ډلو ترمنځ یوې موخې ته د رسېدو لپاره د تګلارې نه منل یا هم ورسره موافق نه اوسېدل دي. همداسې شخړې په مختلفو شکلونو کې مختلف لاملونه لرلای شي. لمړی ګام کې شخړه پېژندل کیږي او ورپسې مدیریت کیږي، کمیږي او یا له منځه وړل کیږي او د شخړو هوارونکی یې د هوارولو لپاره داسې طریقه کاروي چې پایله یې په شخړه کې ټولو شاملو ډلو ته قناعت ورکوي. د شخړې هوارونکی تر ټولو لمړی د غوږ ایښودنې له لارې په شخړه ځان پوه کوي، دوېم ګام کې د ټولو ډلو لپاره انتخابونه تولیدوي او د اجماع له لارې تر ټولو ښې حلارې غوره کوي.
شخړه ولې رامنځته کیږي ؟
د شخړې رامنځته کېدل بې کچې زیات لاملونه لري تر ټولو عام یې لاندې یاد شوي :
– د خبرو اترو نشتوالی
– ناسم پوهاوی، د خبرو یا کړنو ناسم تعبیر
– لرلید، ناسم لرلید
– د پیغام د اغیزمنتیا نشتون
– په دنده یا کار کې د کړنو د مسولیت د روښانتیا نشتون
– په حقیقت نه بدلېدونکې تمې یا هم نا ممکنه تمې
– د ارزښتونو توپیر
– په موخو کې توپیر
– د باور نشتوالی
– وېره
– مخکینۍ شخړه
– د یو څه ترسره کېدو لپاره توپیر لرونکي نظرونه
– داسې اجنډا لرل چې یو بل سره سیالي کې وي
– په دنده کې نامالوم یا ناسم تعریف شوی رول لرل
– په واک کې نابرابري
– ناسم چلند او په دې ډول چلند د یو څه د پرمخته وړلو غوښتنه
شخړه د ډېرو لاملونو له امله رامنځته کېدای شي او د تر ډېره یې سرچینه له ناسمو مالوماتو، د پیغام رسولو ناسمه طریقه او یا ناسم پیغام او ناسم پوهاوی یا ناسم تعبیر وي.
د شخړې ډولونه
شخړې مختلف شکلونه لري خو ډېری ډولونه یې په لاندې پنځه کټګوریو کې شامل دي :
– د خلکو له خلکو سره شخړه : ډېری وخت یې پایله سیالي وي او سیالي د برید، دشمني او جګړو لامل کیږي
– د خلکو او د ترسره کېدو د بهیر ترمنځ شخړه : خلک د یو څه د کېدو له طریقې سره په شخړه کې وي او په کومه طریقه چې ترسره کیږي ورسره مخالف وي او یا هم د ترسره کېدو په طریقه کې د خپل غږ د نه اورېدل کېدو د احساس له امله په شخړه کې وي
– خلک له خپل ځان سره : لامل یې داسې موخه یا اصول لرل وي له کوم سره چې خپله کس مخالف وي، ډېری وخت یې هوارول ډېر ننګونکي وي ځکه چې په دې ډول اړیکه کې په خپل نظر او احساس هر څه تر اغیز یا خپل نفوذ لاندې نشي راوستلی
– د ترسره کېدو د بهیر له بهیر سره شخړه : کله چې د یوې ادارې پالیسي یا د کړنو بهیر له یو بل سره تضاد کې وي، پایله کې د لارښونې مخنیوی رامنځته کیږي او ټیم له موخې څخه بل لور ته هدایت کیږي
– د بهیر له خلکو سره شخړه : کله چې د یوې ادارې پالیسي د کار کوونکو له اړتیاو سره ټکر کې وي.
د شخړو مدیریت
د شخړې مدیریت د شخړې په ګوته کولو او د هوارولو لپاره یې ګام اخیستلو ته واي. کله هم چې شخړه باندې پوه شي نو دوېم ګام کې په شخړه کې د شاملو ډلو په ګډو ګټو او علاقې موندلو باندې تمرکز کیږي. د هوارولو لپاره د ډلو ترمنځ مذاکرات یا دوه اړخیزې خبرې او منځګړتوب کیږي او ستونزې ته داسې حل لار لټول کیږي چې د دواړو ډلو ګټه په پام کې نیول شوې وي.
د شخړې د مدیریت ګټې
که چېرې فورمول شوی د شخړې مدیریت موجود وي نو ډېرې ګټې لري ځینې یې لاندې یادې شوي :
– د خبرو اترو طریقه کې ښه والی او له دې لارې د ستونزو مناسب هواری
– په مختلفو لرلیدونو ښه او سم پوهېدل
– په کاري چاپېریال کې کم سټرس او کم تشویش
– ښه ټیم او د ټیم چارو کې ښه والی
– په کاري چاپېریال کې د پیښو د رامنځته کېدو کمی
– کمه د حقونو د ضایع کېدو په اړه قانوني دعوا
څرنګه کاري چاپېریال کې د شخړو مخنیوی ممکن دی ؟
– روښانه مالومې تمې، د رول روښانه تشرېح او کړنو لپاره روښانه پولې ټاکل
– دوامداره نیوکې او وړاندیز (مثبتې نیوکې او سمونکی وړاندیز)
– له هر کار کوونکي سره ښې اړیکې لرل
– له ټولو کار کوونکو سره په احترام او په ډیپلوماتیکه توګه خبرې کول
– په شخړو کې بې پرې اوسېدل
– د شخړو له رامنځته کېدو سره سملاسي د شخړو مدیریت او هواری
که چېرې اداره کې شخړې ادامه پیدا کړي ادارې ته مالي، د وخت او د سرچینو زیان اړولی شي.
د شخړو هوارولو طریقې
– دوه اړخیزه خبرې یا مذاکرات : لمړی په ستونزو خبرې اترې کیږي، په ستونزه له پوهېدو وروسته د داسې حلارې لټون کیږي چې شخړه کې د ټولو شاملو ډلو اړتیا ته پکې پام شوی وي.
– منځګړتوب : منځګړتوب هم مذاکراتو ته ورته دی خو درېم کس یا ډلې (منځګړي) ته پکې اړتیا وي کوم چې په اغیزمنه توګه د خبرو وړتیا لري او د هواري په لوري ګام اخیستلای شي. د مشر او یا مشرې لپاره تر ټولو اړینه وړتیا ده.
– درېمګړی : درېمګړتوب هم منځګړتوب ته ورته دی خو تر ډېره په حقوقي ادعا کې شخړې هواروي. درېمګړی بې پرې کس یا ډله وي، دواړو ډلو ته غوږ ږدي او له هغې وروسته پرېکړه کوي.
– قضایي دعوا : د شخړې د هواري لپاره ترټولو د زیات لګښت رامنځته کوونکې طریقه ده. په دې ډول کې په یو کس عریضه کیږي او د هوارېدو لپاره یې محکمې ته ستونزه وړاندې کیږي. د خپلې ادعا د ثبوت لپاره قاضي ته اسناد وړاندې کیږي. له اسنادو او پوښتنو وروسته قاضي خپل قضاوت کوي او پرېکړه کوي.
ځپلځاني شخړه : په خپل ځان کې شخړه ده. کله هم چې یو کس یو کار کوي د خپلو کړنو په اړه شک او په سموالي یې باور نه لرل دا ډول شخړه د انسان داخل کې له خپل ځان سره رامنځته کوي. دا ډول خلک ډېری وخت داسې موخې ټاکي او یا داسې انګېزې لري کومې چې حقیقي نه وي او یا یې له خپلې خوښې سره سمون کې نه وي.
خپلمنځي شخړې : د دوه یا ډېرو کسانو ترمنځ د توافق د نشتون له امله وي. کله چې دوه کسان خپله کې سیالي پی کړي، فکر وکړي چې د ستونزې لامل یې مقابل کس یا ډله ده شخړه پیل کوي.
څرنګه پوه شو چې له کوم ډول شخړې سره مخ یو ؟
مختلف ډوله شخړې موجودې دي، کله چې ورسره مخ شو نو د شخړې د ډول په ګوته کول ننګونکې چاره ده. داسې اړینې نښې شته چې که چېرې پام ورته وکړو نو مونږ سره د ستونزې د ډول پېژندلو کې مرسته کوي. شخړه د ژوند او مشري دواړو نورمال برخه ده او که چېرې په اغیزمنه توګه اداره نشي نو د موخې په لور کې خپل ځانته خنډ ترې جوړوی. هره شخړه بې سارې وي او له همدې امله یې باید د هوارولو لپاره مناسبه او ځانګړې طریقه وکارول شي.
د شخرې د هوارولو لپاره لمړی ګام د شخړې د ډول پېژندل دي. په دې د پوهېدو لپاره باید لمړی د ستونزې په شتون اعتراف وکړئ په دې مانا چې تاسې دا ښیی چې ستونزه شته، ته ترې خبر شوې او د هواري لپاره یې د یو څه کولو هیله لرې. له دې وروسته د غوږ ایښودنې له لارې په شخړه ځان پوه کول دي. د شخړې په لامل ځان پوه کول دي.
توماس کرم وایي چې : “زمونږ د ژوند کیفیت د شخړې لرل یا په ژوند کې د شخړو نه لرل نه ټاکي بلکې د ژوند کیفیت مو شخړې ته د غبرګون څرنګوالی ټاکي.”
شخړه په هر وخت کې د هرې ډلې ترمنځ رامنځته کېدای شي خو ځینې خلک یې په رامنځته کېدو غسه کیږي خو کله نا کله مونږ خبر هم نه یو او شخړه ترمنځ شته وي. ډېری کم لوست کوونکي خلک فکر کوي چې شخړه وهلو ټکولو، کش کولو او رټلو ته وایي. که چېرې شخړه شته او مونږ ترې خبر نه وو او یا هم د هغو خلکو په څېر چې کمه مطالعه کوي او ګمان کوي چې شخړه یا مخالفت کش کول، وهل ټکول، ربړول یا توهین دی او ډډه ترې کول پکار دي دواړه چارې زمونږ ژوند او کار په یو دروند بار بدلولای شي.
د شخړې د مدیریت لپاره یوازې یوه لار مناسبه او سمه لار نه وي بلکې د هرې شخړې د هوارولو لپاره سلګونه مناسبې لارې شته.
Comments
So empty here ... leave a comment!