Japanese spider crab – جاپانی غڼه کوني کبر
د ډول علمي نوم یې (Macrocheira kaempferi) دی. د سمندري کوني کبر یو ډول دی، له جاپان سره چار چاپېره اوبو کې ژوند کوي. تر ټولو ارتروپوډ ژو اوږدې پښې لري. درې لاروا دورې او یوه (prezoeal) پړاو تېروي تر څو بشپړ ودې ته ورسیږي. په (Macrocheira) نسل کې مختلف ډولونه شامل دي، دوه فوسیلي ډولونه ( M. ginzanensis and M. yabei) یې د میوسین وخت دي او په جاپان کې موندل شوي.
جاپانی غټ کوني کبر په جاپان کې تر ټولو خوندور خواړه دي او سوداګریز ارزښت لري. اوسمهال هڅې پیل شوي چې د نسل ساتنه یې وشي او د خوړو لپاره یې په نیولو بندیز ولګیږي. په جوړښت کې د اروپا کوچني غڼې کوني کبر (Maja squinado) ته ورته والی لري.
تشرېح
د پښو اوږدوالی یې د یوې پښې له پنجې د بلې پښې تر پنجې پورې تر ۳.۷ متره پورې رسیږي. د کاراپاس یا کلکې کاسې سور یې تر ۴۰ سانتي متره پورې وده کوي. د ټول کوني کبر وزن تقریبا ۱۹ کیلو ګرامه ته رسیږي. د ارتروپوډ په ټولو ډولونو کې دوېمه درنده تنه لري. نر یې اوږدې خو ښځه لنډې، د غړو پای کې پنس ته ورته منګولې (chelipeds) لري.
رنګ یې نارنجي او په نارنجي رنګ کې سپین خالونه لري. کله چې کوریز کوي یا پوستکی بدلوي نو تر ۱۰۰ دقیقو پورې بې خوځښته پاتې کیږي.
د ژوند چاپېریال
تر ډېره د جاپان د هونشو ټاپو سوېل لور ته سمندر کې پیدا کیږي. ځینې یې د جاپان او تایوان ترمنځ سیمه کې هم ژوند کوي. بلوغ ته رسېدلی یې له ۵۰ تر ۶۰۰ متره پورې ژورو اوبو کې ژوند کوي. د سمندر د تل په سوریانو او سمڅو کې اوسېدل خوښوي. د ۶ او ۱۶ °C ترمنځ د تودوخې زغم لري. د اوبو په کوم ژوروالي کې چې پیدا کیږي تودوخه یې تر ۱۰ °C پورې وي.
د ژوند دوران
ښځه یې القاح شوې هګۍ په خپلو ضمیمو یا ګېډه پسې نښتو غړو کې ساتي او تر هغو یې له ځان سر ګرځوي تر څو چې په پلانکټونیک لاروا بچیانو نه وي بدلې شوې. د مثل د تولید په یوه موده کې تر ۱.۵ میلیونه پورې هګۍ کوي. هګۍ یې تر ۱۰ ورځو پورې په بچیانو بدلیږي. لاروا بچیان یې له ۴ پړاونو تېریږي تر څو وده وکړي. هر پړاو کې یې تودوخه د بقا او ودې لپاره اړین رول لوبوي. که چېرې تودوخه د ۱۱ او ۲۰ °C ترمنځ وي نو بقا پکې موندلی او ژر وده کولای شي، تر دې په سړو اوبو کې یې وده چټکه نه وي. په لمړي پړاو کې یې تر ۷۰% پورې بچیان او په دوېم پړاو کې تر ۳۰ % پورې بچیان ژوندي پاتې کیږي.
جاپانی غڼه کوني کبر هر څه خوړونکی دی، په بوټو او ژو ځان تغذیه کوي، کله نا کله د ژو مړ شوی جسد هم خوري. ځینې یې الګی لټوي او ځینې صدف لرونکی حلزون ښکار کوي
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | ارتروپوډا |
فرعي فایلم | کروستاسیا |
کلاس | مالاکوستراکا |
ډله | دیکا پودا |
له ډلې لاندې | براکیورا |
کورنۍ | اېناکېډای |
نسل | مکروکایرا |
Comments
So empty here ... leave a comment!