د کورنۍ نوم ېې سولیفوګای یا سولپوګیدا ده. بل نوم ېې لمر لړم ده. ځنې خلک ورته اوښ غڼه هم وایي. ۱۰۰۰ ډولونه لري د ارتروپوډ اراکنیدا کلاس ده. په ډېرو ګرمو او وچو سیمو کې ژوند کوي. د بدن وېښته او ګرده خیټه ېې غڼې ته ورته دي. خو د مخې پای کې ضمیمې لړم ته ورته دي. د بدن اوږوالی ېې له ۱۰ تر ۵۰ ملي متره پورې رسیږي.
معمولا د شپې لخوا ژوند کوي. په خوراک کې ډېرې حریصې دي او تل ډېرې وږې وي. دا غڼې کولای شي واړه فقاریه حیوانات ووژني. اولې وړې ضمیمې ېې زامې ته ورته پنسونه دي او دوېمه ضمیمه ېې پښو ته ورته والی لري او د ښکار د نیولو یا درولو لپاره ېې کاروي. د نړۍ په استوایي او نیمې استوايي سیمو کې پرېمانه موندل کیږي. چې په دې سیمو کې جنوب شرقي هند، افریقا او اندونیزیا هم شاملې دي.