د سبیلیدای کورنۍ (family Sabellidae) سمندري چونجیان دي، فایلم یې انالیډا (phylum Annelida) ده، په پولیکیټا کلاس (class Polychaeta) کې ډلبندي شوي. کله کله دا نوم د پولیکیټا کلاس د سېرپولیدای کورنۍ (family Serpulidae) غړو ته هم کاریږي کوم چې له دې چونجیانو سره ډېر نږدې تړاو لري.
سابلیډ په اوږدو تونلونو کې ژوند کوي کوم چې له شګې او خټو جوړ شوي او په مخاطي یا بلغمي مادې یې سیمنټ کړي وي خو سېرپولیډ بیا له کلسیم لرونکو توکو خپل تونلونه جوړوي. بڼکو ته ورته د مختلفو رنګونو جوړښت یې ښکرونه، ټنټکل یا حساس وېښته دي چې په دوه ګروپونو کې هر یو ګروپ د چونجي د سر په یوه او بله خوا کې نښتي. چونجنیان بڼکو ته ورته وېښته د خوړو او ساه اخیستلو لپاره غوړوي خو کله چې خطر احساس کړي سم د لاسه یې غونډوي.
د ژوند دوران یې له مایکروسکوپي ازاد لاروال دورې څخه پیل کیږي کوم چې له پلرنۍ سیمې خپریږي او میټامورفوز (metamorphose) یا د شکل تغیر کوي.