له نورو د مشورې غوښتل

زمونږ ټولو د داسې ښځې یا نر کیسه خوښیږي چې په ځان بسیا او خودمختاره وي خو بریالي خلک کله چې له افتادګۍ د اوج او بریا په لور تګ کوي نو تګ یې د مالوماتو او نورو سره د مشورو پر بنسټ وي او یا د نورو مشورو او مالوماتو کې خپل زهن ته په لار روښنایي اچوي. که چېرې له نورو مشوره واخلې نو خپلې مشورې کې تاسې ته خپلې تېروتنې او تجربې بیانوي او دا چاره مو وخت نورو چارو ته سپمولی شي.

۱ – خپلې موخې دې روښانه کړه. په څه چې پوهېدل غواړې مشوره کوونکی پرې سم پوه کړه.
۲ – د مشورې غوښتلو کې شرم مه کوئ. په لنډه توګه ورته ووایئ چې ته ولې فکر کوې چې د یاد کس مشوره به ستا له اوسني حالت سره مرسته وکړي.
۳ – دا ورته ووایئ چې څه ترلاسه کول غواړئ. څه پېښول غواړئ ؟ د بېلګې په توګه زه ډېرې پیسې ګټل غواړم ډېر عام سوال دی خو که چېرې داسې وي چې زه سږکال له خپل دوکان څخه لس زره ډالر ګټه کول غواړم مشخصه او مالومه پوښتنه ده.
۴ – دا ورته ووایه چې تر اوسه دې څه کړي. د بېلګې په توګه تېر کال دې له خپل دوکان یو کال کې ۵۰۰۰ ډالر ګټه کړې.
۵ – که یو کس مشورې ورکولو کې ښه وي او که بې تجربې وي تل یې ستاینه او مننه وکړئ.

Sidebar



Share
Hide Buttons