Lugworm – لګ چونجی

د ارېنیکولا نسل (genus Arenicola) ده. سمندري چونجیان دي. په پولیکیټا کلاس (class Polychaeta) کې ډلبندي شوي او په انالیډا فایلم (phylum Annelida) کې شامل دي. د سمندر تل کې په شګه کې ژور سوریان باسي. کب نیونکي یې د کب نیونې لپاره کاروي. د اروپا د سمندرونو لګ چونجیان تر ۲۳ سانتي متره پورې اوږدیږي. د شمالي امریکا له ۷.۵ تر ۳۰ سانتي متره پورې اوږده شته.
 
بدن یې په برخو وېشل شوی وي، سر یې تور ته ورته سور رنګ لري نور بدن یې څورب او رنګ یې روښانه سور وي. د لکۍ لور پای زېړ ته ورته سور رنګ لري او لکۍ لور ته بدن یې نری شوی وي. د بدن منځنۍ برخه یې وېښته لري او ۱۲ جوړه بڼکو ته ورته د وېښتو په څېر برانشونه لري.
 
خواړه یې خوسا شوي عضوي توکي دي له کوم سره چې شګې هم تېروي. د غارونو له پاسه یې تل دفع شوي مواد کوټه وي. غارونه یې تر ۶۰ سانتي متره پورې ژور وي. هېرمافروډیټیک (hermaphroditic) دي په دې مانا چې په یوه غړي کې دواړه د نر او ښځې تناسلي الې موجودې وي خو خپلې هګۍ خپله نشي القاح کولای او د یوه غړي هګۍ د بل غړي په سپرمو القاح کوي.

Arenicola marina 2010
Lugworm photo by 4028mdk09
Lugworm cast
Casts of many lugworms on the beach. Photo by Nick Veitch