Leech – لیچ

هېرودینیا فرعي کلاس (subclass Hirudinea) ده، تقریبا ۶۵۰ ډوله په برخو د وېشل شوي بدن چونجیان دي. په انالیډا فایلم (phylum Annelida) کې شامل دي. ځاګړنه یې په یوه بل پای کې کوچنی زبېښونکی لرل دي یوه پای کې چېرې یې چې خوله ده کوچنی زبېښونکی لري او بل پای کې غټ زبېښونکی غړی لري. د ټولو لیچ بدن په ۳۴ برخو وېشل شوی وي. د بدن کچه یې تر ۲۰ سانتي متره پورې وي. په بنسټیزه توګه په وچه کې او په تازه اوبو کې پیدا کیږي خو د ډلې (order Rhynchobdellida) غړي په دواړو تازه اوبو او سمندر کې شته دي، د همدې ډلې یو غړی علمي نوم یې (Haementaria ghilianii) ده تر نیم متر پورې اوږدیږي، تر ۱۵ سانتي متره پورې اوږد پوز لري په کوم کې چې ستنې ته ورته د وینې زبېښونکی غړی موجود وي. ځینې لیچ د نورو ژو ښکار کوونکي دي، ځینې خوسا شوي عضوي توکي خوري او یا بل ژوي پسې پرازیت وي.
 
لیچ د خپل پوستکي له لارې تنفس کوي. د هاضمې سیستم یې یوه کیسه لري په کوم کې چې خواړه تر څو میاشتو پورې ذخیره کوي. د مخې لور پای کې یې له یوې تر څلور جوړو پورې سترګې موجودې وي. هېرما فروډیټیک (hermaphroditic) دي په دې مانا چې هر غړی یې دواړه د نر او ښځې تناسلي الې لري. خپلې هګۍ په خپله نشي القاح کولای بلکې د یو غړي سپرم د بل هګۍ القاح کوي. خپلې هګۍ په یوې غوزه یا کوکون (cocoon) کې کوي او بیا یې په وچه کې یا اوبو کې پرېږدي. وده یې مستقیمه ده او کومه لاروال دوره نلري.
 
په اوبو کې ژوند کوونکي لیچ د کبانو، دوه ژواکو، مرغانو، تی لرونکو په وینه ځان تغذیه کوي او یا هم حشرې، حلزون او چونجیان خوري. ریښتیني په وچه کې ژوند کوونکي لیچ یوازې د تی لرونکو په وینه ځان تغذیه کوي. درې د ژامو سیټ یې د Y شکل ته ورته غاښونه لري. په لاړو کې یې یو ډول ماده د پوستکي برخه بې حسه کوي، ټپي شوی ځای پړسوي تر څو د وینې بهېدنه زیاته کړي او همدا ماده وینه له لخته کېدو ژغوري. د اروپا د ( European medicinal leech) ډول د پوستکي له نسجونو (anticoagulant hirudin) وېستل کیږي کوم چې د وینې د لخته کېدو د مخنیوي لپاره کاریږي؛ همداسې د (Amazonian leeches) څخه یو ډول ماده اخیستل کیږي کومه چې د لخته شوې وینې د حل کېدو لپاره کاریږي.
 
په ځمکې کې ژوند کونکي لیچ خپل ښکار ته په لندو شنو کې انتظار کوي، کله چې په خپل ښکار پسې ونښلي مېزبان یې تر هغو نه خبریږي تر څو وینې له ټپ څخه جریان نه وي پیدا کړی. د وینې د بهېدو لامل ممکن په ټپ کې د وینې د لخته کېدو ضد توکو موجودیت وي. زیات هغه لیچ چې په انسان برید کوي د (family Gnathobdellidae) غړي دي. له ځینوډولونو یې د پېړیو لپاره په طب کې کار اخیستل شوی. د ذهني ناروغیو، د پوستکي ناروغیو، تومورونو او تورې ټوخلې په درملنه کې ترې کار اخیستل کیږي.
Sucking leech
leech (Hirudo medicinalis) Photo by GlebK