لېک لېنډ ټېرایر – Lakeland terrier

د ګیدړو د ښکار او د ګیدړو نه د کورني حیواناتو د ساتلو لپاره دا نسل کارېده. نوم ېې د انګلستان له لېک لېنډ سیمې نه اخیستل شوی. بل نوم پاتر ډېل ټېرایر ده. شکل ېې اېر ډېل ټېرایر ته ورته ده. قد ېې له ۱۳ تر ۱۵ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۷ تر ۸ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د بدن رنګ ېې تور او زېړ بخن قهوي ده.