ماسټیف – Mastiff

د کاري سپیانو نسل ده. له ۲۰۰۰ کالو په انګلستان کې پېژندل شوی. په پخوا وخت کې د جګړې او څوکیداري لپاره ساتل کېده. دا ډول سپیان په اسیا او اروپا کې د میلاد نه ۳۰۰۰ کاله وړاندې موجود وو. ځنې خلک ېې د مولوسن نسل په نامه هم پېژني. په قدیم وخت کې د روم هغه خلکو چې په انګلستان ېې حمله کړې وه دا سپی په جګړه کې د حملې لپاره لېږلی وو. په روم ښار کې خلکو دا سپیان د کورنيو حیواناتو د ساتنې لپاره ساتل تر څو ېې وحشي حیوانات ونه داړي. دا سپیان قوي خو مهربانه دي. غټ سرونه، لاندې زوړند غوږونه، لنډ ډبل اوربوز لري. ډېر رنګونه لري او په خوله باندې ېې تور ماسک وي.