Mantis shrimp – د اوبو ښکاري ملخ

ښکاري د اوبو ملخ هر څه خوړونکی سمندري کلک پوسته دی. په ستوماتوپودا کلاس کې ډلبندي شوي. تقریبا ۳۴۰ میلیونه کاله وړاندې د مالاکوستراکا کلاس له نورو ډولونو رامنځته شوي. معمولا تر ۱۰ سانتي متره پورې اوږدیږي خو ځینې یې تر ۳۸ سانتي متره پورې اوږده هم شته. قاب، کاسه یا کاراپاس یې یوازې د سر وروستۍ برخه او د تنې لمړۍ څلور برخې پوښلې وي. د بدن رنګ یې له نسواري نیولی تر روښانه رنګونو پورې وي. تر اوسه یې تر ۴۵۰ زیات ډولونه پېژندل شوي. د استوایي او نیمه استوایي سیمو د سمندرونو په کمو ژورو اوبو کې ژوند کوي. پخوانیو اشوریانو ورته د سمندر ملخ نوم اخیسته. د استرالیا خلک ورته قاتل ملخ نوم اخلي.

که چېرې په لاس کې واخیستل شي نو لاس سخت ټپي کولای شي او له همدې امله انګریزۍ کې ورته ځینې خلک د ګوتو پرې کوونکی (thumb splitters) نوم اخلي. مخکینۍ پښې یې ځواکمنې وي او د ښکار مړه کولو لپاره یې کاروي. د ارتروپوډ مخکینیو پښو ته انګریزي کې (raptorials) نوم اخلي خو عامه ژبه کې د همدې کلیمې مانا “ښکاري یا ښکار کوونکی” ده. خپل ښکار په ټوټه ټوټه کولو، سوري کولو یاو بې هوښه کولو وژني. ځینې د اوبو ښکاري ملخان کلسیمي برخه لري او په خپل ښکار باندې د وار کولو لپاره یې کاروي، ځینې یې تېرې مخکینۍ پښې لري.


ایکولوجي
په ټوله نړۍ کې یې تراوسه ۴۵۰ ډولونه پېژندل شوي. په اوسمهال کې ټول ژوندي ډولونه یې په (Unipeltata) فرعي ډله کې ډلبندي شوي. یاده فرعي ډله کې ډولونه یې تقریبا ۱۹۳ میلیونه کاله وړاندې راڅرګند شوي. معمولا یوازې ژوند کوونکي دي، برید کوونکی چلند لري، د سمندر په تل کې په ډبرو کې پټیږي او یا هم خپل ځانته پېچلي غارونه جوړوي. ډېر کم وخت له خپلو غارونو بهر تېروي، ډېری وخت د ځان تغذیه کولو لپاره او یا د استوګنځي بدلولو لپاره بهر راوځي، نور وخت په خپل غار کې تېروي. د ورځې، شپې یا هم ماښام کې فعالیت یې له ډول سره تړاو لري په دې مانا چې د هر ډول د فعالیت وخت یې له بل ډول سره توپیر لري. ځینې ډولونه یې د معتدلو سیمو په سمندر کې ژوند کوي خو ډېر ډولونه د استوایي او نیمه استوایي سیمو په سمندر کې پیدا کیږي. ارام سمندر کې او د هند سمندرګي کې د ختیځې افریقا او هاوای ترمنځ پرېمانه پیدا کیږي.

په ټولو ډولونه کې، یو ډول یې په نرم رسوب کې کنده وهي او بل ډول یې د مرجان په سوریانو کې پټیږي او غارونه پکې جوړوي. په همدې غارونو کې جنسي نزدیکت هم کوي او خپلې هګۍ پکې ساتي. اوږدوالی او قطر یې د وخت له تېرېدو سره غټیږي او کله چې غټ شي نوی او تر پخوا لوی استوګنځای پیدا کوي. که چېرې یې غار له خټو جوړ وي ځینې ډولونه یې د ځان لپاره پراخوي او ځای نه بدلوي.

A photograph of A female Odontodactylus Scyllarus mantis shrimp.

منګولې
تنه کې یې چې کوم غړي دي په لوړه کچه له نږدې د جګړې کولو وړتیا لري. د اوبو ښکاري ملخ کې ضمیمې په ټولو ډولونو کې دوه ډوله دي او د همدې ضمیمو له مخې په دوه ګروپونو سره وېشل شوي. په یو ډول کې یې ضمیمې یا تنې پسې نښتي غړي نیزې ته ورته جوړښت لري او خپل ښکار پرې سوری کوي بل ډول کې یې پښې یا تنې پورې نښتي غړي ډانګ یا سټک ته ورته شکل لري او کله چې په خپل ښکار باندې وار وکړي په ډانګ ته ورته کلسیمي شوو منګولو د پام وړ زیان ور اړوي.

د پنجو له مخې د اوبو ښکاري ملخ په لاندې ډلو سره وېشل شوی :

۱ – ټوټه ټوټه کوونکی (Smasher) په دې ډول د اوبو ښکاري ملخانو کې ډانګ یا سټک ډېر پرمختللی او ښه وده کوونکی وي، په ورته وخت کې نیزې ته ورته بنسټیز جوړښت هم لري، خپله نیزه له بل د اوبو ښکاري ملخ سره په شخړه کې کاروي. خپل ډانګ د خوړو د ټوټه ټوټه کولو لپاره کاروي. په تنې پسې د نښتو غړو څوکې یې تېره کنجونه لري او کله چې د اوبو ښکاري ملخ خپل ښکار ونیسي د لامبو وهلو پر مهال یې پرې سوری کوي.

۲ – نیزه لرونکي (Spearer) په تنې پسې نښتي غړي یې اغزن وي، نیزې یې اغزنې څوکې لري او د ښکار د وهلو او پکې نښلولو لپاره یې کاروي.
پورته دواړه ډولونه خپلې منګولې په ډېر لوړ سرعت کاروي، د منګولو د کارولو سرعت یې تقریبا

10,400 g (102,000 m/s2 or 335,000 ft/s2)

 دی. په خپل وار باندې د ښکار د بدن پر سطحه تر ۱۵۰۰ نیوټنه پورې ځواک واردوي. دا چاره د اوبو ښکاري ملخ ته د دې وړتیا ورکوي چې په کوني کبر چنګاښ او د نرمې تنې په صدف کې ژوند کوونکي حلزون باندې برید وکړي او کاراپاس یا صدف یې ټوټه ټوټه کړي.

۳ – کوچنی تبر (Hatchet) لومړنی جوړښت دی یوازې یو څو ډولونه یې لري، تر اوسه بې څېړنو پاتې دی.

۴ – د تېرې څوکې منګولې لرونکي ټوټه ټوټه کوونکي (Spike Smasher) یا هم سټک یا لومړنی ټوټه ټوټه کونکی جوړښت (hammer or primitive smasher) ډېر کم د اوبو ښکاري ملخان دا ډول منګولې لري، کم مطالعه شوي.

سکویلا د اوبو ښکاري ملخ د ښکار لپاره په تنې پسې نښتي غړي
له مخې لور نه د اوبو ښکاري ملخ

سترګې
د اوبو د ښکاري ملخ سترګې په خوځښت کوونکو ساقو نصب دي. هره سترګه یې د دې وړتیا لري چې یوازې خوځښت وکړي په دې مانا چې یوه سترګه یې یوه وخت کې خوځښت کولای شي او بله سترګه یې بې خوځښته پاتې کېدای شي. د ژو په پاچایي یا کېنګډم کې تر ټولو پېچلې سترګې او د لید تر ټولو پېچلی سیستم ګڼل کیږي. د انسان په سترګو کې تر درې ډوله (photoreceptor cells) حجرې موجودې دي، د اوبو د ښکاري ملخ په سترګو کې د ۱۲ او ۱۶ ډولونو ترمنځ (photoreceptor cells) موجودې وي.

هره مرکبه سترګه یې له لسګونو زرو (ommatidia) جوړه شوې – د (photoreceptor cells) غنچو ته (ommatidia) وایي. په هره سترګه کې یې دوه هوارې شوې نیمې کرې موجودې دي کومې چې له یو بل څخه د ځانګړو (ommatidia) موازي صفونو جلا کړې وي، په انګریزۍ کې د همدې جوړښت ټولګې ته (midband) نوم اخلي. په (midband) کې د (ommatidia) صفونو شمېر له دوه تر شپږو پورې وي. دا یې سترګه په درې سیمو ویشي. د اوبو ښکاري ملخ توکي لکه د مایکروسکوپ په څېر د یوې سترګې په درې برخو لیدلی شي. لکه د نورو کلک پوستو په څېر لاندې او پورته نیمې کرې په بنسټیزه توګه د شکل او خوځښت پېژندلو لپاره کاروي.

 

د اوبو ښکاري ملخ د سترګو جوړښت ته له نږدې کتنه
د اوبو ښکاري ملخ د سترګو جوړښت ته له نږدې کتنه

چلند
د اوبو ښکاري ملخ پېچلی چلند لري لکه مراسمو ته ورته انداز کې شخړه کول. ځینې یې په خپل بدن باندې د (fluorescent) نمونې ښي – په انګریزۍ کې (fluorescent) د توکو لخوا د وړانګو جذب او بېرته خپرونې ته وایي. په دې چاره ورته ډول یا بل ډول ته سګنال لېږدوي. د اوبو ښکاري ملخ زدکړه کولای شي او زدکړه په یاد کې لرلای شي، همداسې خپل کاونډي له کوم سره چې فعل او انفعال کوي پېژندلی شي، پېژندنه یې د لید په اشارو او بوي کوي. ډیری د اوبو ښکاري ملخان پېچلي ټولنیز ته چلند ته وده ورکوي تر څو له سیال د اوبو ښکاري ملخ څخه د خپلې سیمې دفاع وکړي.

د خپل ژوند په اوږدو کې له ۲۰ تر ۳۰ ځلې پورې د مثل د تولید موده تېروي. ځینې ډولونه یې هګۍ په غارونو کې ساتي، د ځینو ډولونو ښځه یې هګۍ د خپلې لکۍ لاندې تر هغو ساتي تر څو چې په بچیانو بدلیږي. ځینې ډولونو کې یوازې نر او ښځه د جنسي نزدیکت لپاره سره یو ځای کیږي خو ځینې ډولونه یې اوږدمهاله جوړه وي او خپله کې د مثل تولید کوي.

کوم ډولونه چې اوږدمهاله جوړه وي له یو بل سره تر ۲۰ کالو پورې یو ځای پاتې کیږي. په یوه غار کې ژوند سره کوي او فعالیت کې هم سره همغږي وي. دواړه نر او ښځه یې په خپل نوبت د هګیو خیال ساتنه کوي. په (Pullosquilla and Nannosquilla) نسلونو کې ښځه دوه ځلې هګۍ کوي، د یو ځای هګیو خیال ساتنه نر کوي او د بل ځای هګیو خیال ساتنه ښځه کوي. په ځینې نورو ډولونو کې نر د خپل ځان او ښځې لپاره ښکار کوي او ښځه د هګیو خیال ساتنه کوي. بچیان یې ممکن درې میاشتې د پلانکټون په توګه سمندر کې ژوند وکړي – پلانکټون (plankton) داسې ژوي ته وایي چې د اوبو جریان کې خوځښت نشي کولای.


په پخلنځي کې کارونه
په جاپان کې د شاکو (shako) په نامه د اوبو ښکاري ملخ، په انګرېزۍ کې ورته جاپانۍ د اوبو ښکاري ملخ (Japanese mantis shrimp) نوم اخلي، د ډول علمي نوم یې (Oratosquilla oratoria) دی او په جاپاني ژبه یې نوم (蝦蛄) لیکل کیږي خوړول کیږي، د خوړو لپاره وېشول کیږي او د سوشي (sushi) په نوم خواړه ترې جوړیږي کوم چې د نورو خوړو له پاسه اچول کیږي. کله نا کله یې خام خوري او دې ډول خوړو ته ساشیمي (sashimi) نوم اخلي.

د اوبو ښکاري ملخان د وېتنام د سمندر غاړې په اوږدو کې هم پرېمانه دي. په وېتنامي ژبه کې ورته (bề bề or tôm tít) نوم اخلي. په وېتنام کې یې یا د اوبو په بخار یا تپ پخوي، په اوبو کې یې خوټوي، کباب ترې جوړوي او یا یې وچوي او د کب له ښوروا، مرچ، مالګې، نارنج او ځینې نورو خوړو سره یې خوري.

د چین په ګوانګزو سیمه کې ورته میتیازې کوونکی د اوبو ملخ نوم اخلي نوم یې چینایي کې (瀨尿蝦) لیکل کیږي، کله هم چې د اوبو ښکاري ملخ را ونیول شي نو اوبه بادوي او له همدې امله ورته میتیازې کوونکی د اوبو ښکاري ملخ نوم اخلي. چینایان یې له سور یا زېړ مرچ او اوږې سره سور کوي.

د مدیترانې په هیوادونو کې سکویلا د اوبو ښکاري ملخ عام خواړه دي.

په فلپیان کې د اوبو ښکاري ملخ ته (tatampal, hipong-dapa, pitik-pitik, or alupihang-dagat) نومونه اخلي. د فلپاین خلک یې هم خوري.

په ځینو ککړو اوبو کې د اوبو ښکاري ملخ زیات غټیږي او خوړل یې د روغتیا لپاره زیان رسونکي ګڼل کیږي لکه له هاوای سره نږدې سیمو کې ککړې اوبه.

د خوړو لپاره په وېتنام کې نیول شوي د اوبو ښکاري ملخان

په اوبو کې پالنه او ساتنه
ځینې د مالګې اوبو کې پالونکي ستوماتوپوډ په اوبو کې ساتي. د اوبو ښکاري ملخانو کې تر ټولو زیات رنګین طاوس د اوبو ښکاري ملخ دی او له همدې امله سوداګریز ارزښت لري.

هغه ډولونه یې چې حریص ښکاري وي او ساتل شوې ټانکۍ کې هر څه خوري کم سوداګریز ارزښت لري. ځینې ډولونه یې کوم چې د سمندر په ډبره کې ژوند کوي ډېری وخت په ټانکۍ کې پر ساتل شوو کبانو برید کوي. همداسې په ټانکۍ کې رانیول یې هم ډېره ستونزمنه چاره ده. که چېرې وړې او د ښیښې په ټانکۍ کې ساتل شوی وي نو ښیښه هم ماتولی شي.

که ټانکۍ کې سمندري مرجان شتون ولري نو په منګولو ټوټه ټوټه کوونکي د اوبو ښکاري ملخان یې د استوګنځي جوړولو لپاره سوری کولی او ویجاړولی شي.

طاوس د اوبو ښکاري ملخ

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم ارتروپوډا
فرعي فایلم کروستاسیا
کلاس  مالاکوستراکا
فرعي کلاس هوپلوکاریدا
ډله  ستوماتوپودا

کورنۍ او لمړۍ کورنۍ

Bathysquilloidea

  • Bathysquillidae
  • Indosquillidae

Gonodactyloidea

  • Alainosquillidae
  • Hemisquillidae
  • Gonodactylidae
  • Odontodactylidae
  • Protosquillidae
  • Pseudosquillidae
  • Takuidae

Erythrosquilloidea

  • Erythrosquillidae

Lysiosquilloidea

  • Coronididae
  • Lysiosquillidae
  • Nannosquillidae
  • Tetrasquillidae

Squilloidea

  • Squillidae

Eurysquilloidea

  • Eurysquillidae

Parasquilloidea

  • Parasquillidae

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons