مایلوډون – Mylodon

په ځمکه اوسېدونکی د سلوت له منځه تللی نسل ده. په شمالي امریکا کې ېې فوسیلي جسدونه پیدا کیږي او دغه فوسیلي حیوانات د پلیسټوسین دورې دي چې د ۲.۶ تر ۱۱،۷۰۰ میلیونه کاله وړاندې تر منځ تېره شوې. د بدن اوږدوالی ېې تقریبا ۳ متره اټکل شوی او پوستکي ېې په ځنې برخو کې هډوکي لرل چې خپله دفاع ېې پرې کوله. د دې حیواناتو جسدونه د انسانانو تر څنګ موندل شوي او داسې ښکاري چې انسانانو ښکار کول او خوړل ېې . پنجې ېې ډېرې پرمختللې ښکاري او کیدای شي د ونو د ښاخونو او یا بوټو شکولو لپاره ېې کارولې، ممکن سمڅې ېې پرې وېستلې. د پاسه زامې کانین غاښونه ېې له نورو سلوت چې په ځمکه ژوند کوي توپیر لري.