مثبت فکر او مثبتې کړنې یو لوی ځواک دی

لاندې یاد شوي تاسې کې د مثبت فکر وړتیا اضافه کوي :
_ په مناسبې طریقې د نه ویلو زده کول یا هم د نه ویلو لپاره مناسبه تشریح زده کول
– له یوازې کار کولو ډډه کول او له نورو سره په ګډه د کار زده کول
– سهار وخته قدم وهل
– په ژوند کې د کړنو داسې نوملړ جوړول کوم کې چې لمړیتوبونه په ګوته شوي وي
– کړنې، توکي، مالومات او هر څه مو ډلبندي کړئ او ګډ وډ یې مه پرېږدئ
– لمړی مو چارې وټاکئ او بیا زهن او فزیک دواړه ورته چمتو کړئ
– له بې موخې چارو ډډه وکړئ او تر چارو مخکې موخه او د ترلاسه کولولپاره یې وخت وټاکئ
– خپله ورځ مو ساده کړئ او زهن مو پېچلتیا کې مه ستړی کوئ
– د خلاقیت په وړتیا مو کار وکړئ تر څو مو خلاق چلند له تکراري کړنو راوګرځوي
– که چېرته له ماتې سره مخ شوئ نو د سمون لپاره کار وکړئ او له بهانو او د خلکو، توکو له ملامتیا ډډه وکړئ
– د موخې په لور لار کې له ځانځانیتوب او بې ځاني خنډ مه جوړوئ
– وخت نا وخت زاړه باورونه ننګول
– د نورو د لرلید د تعقیبولو په ځای خپل لرلید جوړول
د خپلې خوښې او علاقې په اړه خپل زهن خبرول او کار پرې کول
– خپل ارزښتونه جوړول او تعریف کول
– خپل زهني او فکري لوری خپله ټاکل
– پټیو کې کله نا کله کیناستل، باغچه کې کیناستل او وحشي ژو او مرغانو ته د خوړو او اوبو چمتو کول
– د منفي احساساتو مدیریت او ځان پرې نه ځپل
– ستاسې خواړه ستاسې روغتیا جوړوي نو له هغو خوړو ډډه کول کوم چې ستاسې روغتیا له منځه وړي
– ستړیا کې وقفه کول
– خپل احساسات پېژندل او د پېژندنې لپاره یې مطالعه
– د زهني ستړیا پر مهال یوازې او ارام ځای کې سترګې پټول او زهن د هېڅ لپاره نه کارول او دا چاره هره ورځ تکرارول
– خپلو ماتو ته بیا او بیا کتنه او زهن ته د سمون وړاندیز
– د فرضیو ننګول،
– د هر مثبت فکر او کړنې تفصیل لیکل

Sidebar



Share
Hide Buttons