مثبت فکر فکر په کړنو بدلول دي
په ډېرو کتابونو کې ممکن تاسې دا لیدلي وي چې مثبت فکر لرل ښې پېښې رامنځته کوي او مثبت فکر کوونکي ښه روغتیا لري، ډېر فعاله وي او تولید یې تر نورو زیات وي.
چارلي چاپلین وایي چې : “که تاسې لاندې ګورئ نو د بوډۍ ټال یا زرغونه به هېڅکله پیدا نه کړئ.”
په خوشبیني باور کول په یو ساده نظر بدل شوي، په دې مانا چې راتلونکې ته په کتو حال کې مونږ غوره کړنې ترسره کولای شو. ممکن دا وینا مو زیاتو ځایونو کې ترسترګو شوې وي هیله یې وکړه، د کولو هڅه یې وکړه او ترسره یې کړه.
ځینې کلتورونه هم په پراخه کچه ترې اغیزمن دي د بېلګې په توګه که چېرې له یوه امریکايي پوښتنه وکړې چې څرنګه یې ؟ ښه یې ؟ که هغه څومره لویو ستونزو کې وي تاسې ته وایي هو ښه یم. خو برعکس که چېرې یوه جرمني څخه همدا پوښتنه وکړې نو ممکن د هغه ځوب ډېر توپیر ولري، ممکن لمړی تاسې ته ووایي چې کور کې مې پیشو ناروغه ده ډاکټر ته مې بیولې وه او د ناروغۍ له امله شور کوي زه ورسره ښه نه یم خو که چېرې همدا حقیقت په امریکا کې ووایې نو داسې ګڼل کیږي لکه د مثبت اوسېدنې او خوشبیني غیرې نافذ او نا لیکل شوی قانون دې چې مات کړی وي.
یو محصل متحده ایالتونو ته د دوکتورا لپاره تللی وو، د یوه رسمي ملاقات پر وخت یې د ژوند ستونزمن حالت د بېلګې په توګه بیان کړی وو، له بیان وروسته پرې د همکارانو لخوا نیوکې شوې وې او دا ورته ویل شوي وو چې هر منفي حالت له ځان سره خپل ځانته وساته او نور پرې مه متاثره کوه.
یو کس په ۱۹۸۰ لسیزه کې لویدیځې او ختیځې جرمني ته ولاړ چېرې چې یوې برخه کې کمونېزم او بله برخه ډیموکراسي وه. په کومه برخه کې چې کمونېزم وو د راتلونکې په اړه وعدې نشته وې د خلکو په مخ ډېپرېشن له لرې څرګند وو خو په کومه برخه کې چې ډېموکراسي وه د راتلونکې په اړه وعدو خلک خوشبینه ساتلي وو.
د تېر وخت د تجربې له مخې په راتلونکې کې تمو او باورونو ته خوشبیني وایي.
مونږ هغه وخت ډېر خوشبینه یو کله چې د تېر وخت د حقیقت ارزونه وکړو او په منطقي توګه داسې نتیجه ګیري وکړو چې په ورته طریقه به راتلونکې هم ښې پایلې ولري.”
یو لیکوال وایي چې زه ختیځې جرمني ته ولاړم، هلته مې له یو انځورګر سره ولیدل، د انځور ګر تر ټولو لویه هیله دا وه چې د کمونېزم له ختیځې جرمني څخه پاریس ته ولاړ شي تر څو هلته د خپلې خوښې انځورګري وکړي او په انځورونو کې خپلې ماتې هیلې وښي، څو ځلې یې د تلو هڅه هم کړې وه خو نه وو توانېدلی. له دې سره یې بیا هم پاریس ته تګ او هلته انځورګري زهن کې تصور کوله. مثبت فکر یې د هیلو خوب نه وو ترې هېر کړی.
یو ډاکټر ته شل داسې کسان ورغلل د کومو چې وزن زیات وو. هر یو یې وزن بایلل غوښتل او هر یوه یې ډېر مناسب وزن زهن کې انځور کړی وو خو خواړه او د ژوند طریقه یې داسې وه کوم چې وزن نور هم زیاتوي.
که چېرې پورته هرې جملې ته تاسې وګورئ مثبت فکر ښه دی خو یوازې که خیال پلو پاتې شي او په عمل بدل نشي نو د زیات وزن لرونکو په څېر د خندا وړ کیسه ده.