مقررات
د سیستم په تیوري کې، د یو اصول او تګلارې له مخې مقررات د مغلق سیستم یو انتزاعي مفهوم ټاکل شوی. دا ډول اصول او تګلارې د بیولوژي اوټولنې په مختلفو رشتو کې موجودې دي.
مقر رات د متن مطابق ډېرې نورې معنی ګانې هم لري د بېلګې په توګه په بیولوجې کې د جین مقرره د ژوندي غړو سره د محیط په توافق او هوميوسټاتيک په ساتلو او انطباق کې مرسته کوي.
په دولت کې د مقر راتو دقیقه معنی د قانون وکالت ته وایي د هغه قانون وکالت چې په بنسټیزه توګه د کارپوهانو لخوا د لومړني قانون یا د قانون د وسیلې په توګه لیکل شوی وي.
په سوداګري او صنعت کې، خپلمنځي قواعد دځاني مقرراتو او د سوداګرۍ اتحادیو په ذریعه رامنځ ته کیږي. کوم چې د سوداګرۍ صنعت ته پرته د حکومت له مداخلې یا کمې مداخلې د قواعدو جوړولو لار هواروي.
په اروا پوهنه کې د خپلمنځي قواعدو یا مقرراتو تيوري د هر فرد خپل ځان فکر او موخې ته د رسېدو لپاره دچلند مقرراتو یا قواعدو باندې بحث کوي.
ټولنیز
مقر رات نور ډېر شکلونه هم غوره کولای شي. لکه د یو حکومتي مقام لخوا قانوني محدودیت، قراردادي ژمنې، (دبیمه کوونکي او بیمه کیدونکي ترمنځ قراردادي ژمنې.)
لکه ټولنیز مقررات (بېلګه، نورمونونه) لکه په ګډه تنظیم، د دریم ګړې مقررات، تصدیق، د باورليک او د بازار مقر رات.
دولتي اجباري مقر رات د دولت په شخصي مارکېټ کې مداخله ده. د یوې پالیسي یا سیاست د پلي کولو هڅه ده. او د پلي کولو یوه لاس ته راوړنه او تولید چې بې د اجباري مقرراتو ناممکنه ده. دغه لاس ته راوړنه له مصرف کوونکي نیولې تر چټکې ودې او پرمختللې تیکنالوجي ساتنې پورې ده.
مقر رات کیدای شي یو څه تجویز کړي یا ېې د منع کولو چلند وي (د امر او کنټرول مقرره.)، د مکافاتو عیارول (تشویقي مقرره)، دغوره توب لپاره بدلون (د غوره توب ټاکونکې مقر ره).
د مقر راتو عام مثالونه : دبازار په قیمت کنټرول، دمعاشونو د لوړولو تصویب، د ککړتيا اغيز باندې کنټرول، د ځانګړو کسانو لپاره په ځانګړو صنعتي ځایونو کې دنده، د ځانګړو تولیداتو معیاري تولید، پوځي ځواکونه او خدمات.
د مقر راتو تعینولو او یا باطلولو اقتصاد چې د مارکېټ سره اړیکه لري د مقرراتي اقتصاد لخوا څېړل کیږي.
مقر رات کولای شي دګټې لپاره قیمت تعین کړی خو همداسې نامطلوبه اغیز هم لرلای شي.
د بازار ناکامي: د مقرراتو بې کفایتي ته اقتصاد د بازار ناکامي وایي لاندې یاد شوي د بازار مقر رات دي:
ډله ییزه عمده غوښتنې، مختلفې تجربې، ټولنيز انګېزه او پیروي، داخلي اولویت او تنظیم، انعطاف نه لرل، مسلکي چلند، د په زړه پورې ډلې انتقال او همداسې نور…
تاریخ
په هندي، یوناني، رومان اوپه قدیمي مصري تمدن کې د سوداګري مقررات رواج وو. د لرغونې نړۍ په دې تمدن کې معياري وزن، اقدامات، تدابیر تر یوې کچې شتون لره. او همداسې سره زر د کرنسۍ په توګه د نړی په ځینو برخو کې کارېدل. په چین کې د ملي کرنسۍ سیستم شتون لره او همداسې ېې د کاغذ کرنسۍ اختراع کړې وه . په روم کې عصري قانون جوړ شوی وو.
په اروپا کې اروپایانو د روم عصري قوانین رد کړل خو د سوداګرۍ لپاره د نورمونو، رواجونو او امتیازونو په شکل کې قوانینو شتون لره. دغه مقر رات د عیسویت چې د دوي ګډه عقیده وه او قراردادونو په اساس رامنځ ته شوي وو.
همداسې په ۱۹ او د ۲۰ پیړۍ پېل کې، دامریکا په متحده ایالتونو کې د مقرراتي ادارو لخوا مقر رات په اداره کې جوړ او پلي شول. چې له دې نهادونو یو د سوداګرۍ انټرسټیټ کمیسیون وه چې وروسته پکې د فدرال د سوداګرۍ کمیسیون، تبادلې کميسيون شامل شول. همداسې دنورو مختلفو نهادونو لپاره هم مقر رات تاسیس شول چې له مشرتابه یا رهبري نیولې تر د عضوي قانون ادارې رامنځته کېدل وو. په ۱۹۳۰ کې قانون جوړونکو باور لره چې بې مقرراتو سوداګري بې کفایتي او بې عدالتي ته لمن وهي. په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسیزو کې د خلکو پام د مقرراتو وګرځېد او د زېات روښانه او تفصیلي قوانینو جووړلو په لور ېې وهڅول چې له دې قوانینو د پام وړ قوانین د متحده ایالاتو د چاپيريال دساتنې اداره، کاري خوندیتوب او روغتیایي ادارې قوانین دي
Comments
So empty here ... leave a comment!