Emerita – اېمېریټا (کلک پوستي کروستاسیا)
غړو ته یې د اطلس سمندر کوني کبر، سارایي موږک کوني کبر (sand crabs, or mole crabs) عام نومونه اخلي. په سمندر غاړه کې د څپو او وچې ترمنځ په شګو کې سوریان جوړوي. خپل انتنونه د خوړو د فلټرو کولو لپاره کاروي.
تشرېح
بیلر ته ورته جوړښت لري. بهرنۍ اسکلیټ یې ډېر کلک دی. د دې وړتیا لري چې د څپو پر مهال د کولېدو یا رغړېدو لپاره خپل غړي بدن پسې نږدې کړي، انتنونه یې بڼکو ته ورته وېښته لري کوم چې د رژېدلو توکو او پلانکټون د فلټر کولو لپاره کاروي.
نر یې معمولا تر ښځې په کچه کې کوچنی وي. په (Emerita rathbunae) ډول کې کوچنی نر د ښځې پښې پسې نښتی وي. ښځه یې له ۸ تر ۳۷ ملي متره پورې اوږدوالی لري. نر یې په هر ډول کې توپیر لري له ۲.۵ ملي متره نیولې تر ۳۷ ملي متره پورې اوږده پکې شته.
په معتدلو او نیمه معتدلو سیمو کې پیدا کیږي خو ځینې ډولونه یې یوازې په محدودو سیمو کې ژوند کوي. د افریقا د اطلس سمندر په سمندر غاړه کې او د متحده ایالتونو په سمندر غاړو کې ډېر دي. ځینې ډولونه یې په استرالیا او د هند ارام سمندر سمندر غاړو کې موجود دي.
په غار کې له ژوند کولو سره بلدتیا لري او په ۱.۵ ثانیو کې په بشپړ توګه ځان خښولی شي. د ځان خښولو لپاره لمړی لکۍ په شګه کې داخلوي او بیا په سینه پسې نښتي غړي د کندې جوړولو او شګه کې د ځان خښولو لپاره کاروي. کله چې د څپو لور بدل ته شي د شګو کوني کبر هم خپله سیمه بدلوي تر څو له ښکار کېدو ځان وژغوري
د ژوند
د ژوند دوران یې ډېر لنډ وي. تر دوه یا درې کالو پورې ژوند کوي. په لمړي کال کې د مثل تولید کولای شي. هګۍ یې روښانه نارنجي رنګ لري. له هګیو یې لاروا بچیان پیدا کیږي کوم چې ممکن تر څلور میاشتو زیات د پلانکټون په توګه ژوند وکړي او د سمندر څپې یې تر لرې پورې انتقالوي. په هر ډول کې یې د (zoeal) پړاو توپیر لري او له شپږ تر یولسو پورې وي.
په اېمېریټا نسل کې لاندې ډولونه په ۲۰۱۹ کې ډلبندي شوي
- Emerita analoga – د شمالي امریکا په لویدیځ او د سوېلې امریکا په لویدیځ کې پیدا کیږي
- Emerita austroafricana – په سوېل ختیځې افریقا او ماداګاسکار کې پیدا کیږي
- Emerita benedicti – د مکسیکو خلیج کې
- Emerita brasiliensis – په سوېل ختیځ او شمال ختیځ برازیل کې پیدا کیږي
- Emerita emeritus – په سوېل ختیځې اسیا او د اسیا په سوېل کې پیدا کیږي
- Emerita holthuisi – په سور سمندر کې او د فارس خلیج کې پیدا کیږي
- Emerita karachiensis – د پاکستان په نامه د انګرېز لخوا اشغال شوي افغانستان کې پیدا کیږي
- Emerita portoricensis – په کربین سمندر کې پیدا کیږي
- Emerita rathbunae – د مرکزي امریکا په ختیځ کې پیدا کیږي
- Emerita talpoida – د امریکا په شمال او ختیځ کې پیدا کیږي
- Emerita asiatica – د هند په سوېل کې پیدا کیږي
Comments
So empty here ... leave a comment!