مونوسوډیم ګلوټامېټ

په انګریزۍ کې ورته (Monosodium glutamate MSG) نوم اخلي، د امینو اسید ګلوټامیک اسید یو شکل دی. دواړه په طبیعي توګه په پنېر، رومیانو، مرخېړیو او غوښه کې پیدا کیږي. په متحد ایالتونو کې د خوړو جز ګڼل کیږي او کارونکي شرکتونه یې اړ دي چې د خوړو په پاکټ یا ډبلي یې د جز په توګه یادونه وکړي. ګلوټامېټ له ګلوټین سره کوم تړاو نه لري.

مونوسوډیم ګلوټامېټ په خوړو کې کاریږي او د خوړو خوند ښه کوي. د خوند ښه کولو طریقه یې داسې وي چې ستاسې خوله کې د خوند مرغړیو فعالیت زیاتوي او په دې طریقه د خوړو خوند هغسې درباندې درک کوي کوم چې د خوړو حقیقي یا ریښتینی خوند نه وي. په اصل کې شرکت د ډېر کم ظرفیت خواړه چمتو کړي وي او ډېر خراب خوند لري، د مونوسوډیم ګلوټامېټ په اضافه کولو سره ستاسې خوند یا ذایقې د حس سیستم تېرباسي او په تاسې باندې د بې کیفیته خوړو د پلور له لارې پیسې ګټي.

د مونوسوډیم ګلوټامېټ یو بد اغیز دا دی چې تاسې معتاد کوي او بلاخره دې ته مو اړ کوي چې له خپلې کچې زیات بې کیفیته خواړه وخورئ. دوېم بد اغیز د انسولین تر ۳۰۰ % پورې زیاتول دي.

ځینې خلک حساسیت ورسره پیدا کوي او له خوړو پس سر درد، د پوستکي سوروالی، خوله کول، کانګې یا زړه بدوالیعضلاتي درد، د زړه ضربان کې تېزوالی، په سینه کې فشار او دروندوالی او ستړیا پیدا کوي.

Share
Hide Buttons