نارنجستان – Orangery
یو داسې تعمیر چې د ژمي دموسم د عجیبو غریبو بوټو او ونو ګلبڼ کڼل کیږي. اساسا د نارنجو د ونو لپاره دا تعمیر جوړیږي. پخواني د نارنجستان تعمیرونه په پوزیو او د لرګیو په تختو پوښل شوي وو او د ژمي په موسم کې به په شتوبونو باندې ګرمېدل. دا ډول نارنجستانونه په ۱۶ پېړۍ کې، په فرانسې او انګلستان کې موجود وو. په ۱۷ او ۱۸ پېړۍ کې دا تخنیک پراخه شو. تر ټولو نامتو ېې د فرانسې په ویرسی کې (gardens of Versailles)، د لندن ګرېټر (Greater London)او کیو هوس (Kew House)
نارنجستانونه دي.
Comments
So empty here ... leave a comment!