Pea crab – نخودي کوني کبر
د ډول علمي نوم یې (Pinnotheres pisum) دی. په پېنو تېریډای کورنۍ (Pinnotheridae) کې د کوني کبر چنګاښ یو ډول دی. د حلزون په مختلفو ډولونه کې د پرازیت په توګه ژوند کوي.
تشرېح
د نخود په کچه کوچنی کوني کبر دی. په ملا کې یې کلکه کاسه یا کاراپاس هواره سطحه لري. د نر بهرنۍ اسکلیټ یې کلک او دایروي وي. په سر کې انتنونه او سترګې لري. په نر کې یې د ښځې په پرتله پنسونه ځواکمن وي. ښځه یې روڼ یا شفاف بدن لري او داخل کې یې غړي په سور او زېړ رنګ کې ښکاري.
ایکولوجي
له مېزبان سره یې اړیکه کومېنسالېزم نه ګڼل کیږي بلکې پرازېتېزم ګڼل کیږي ځکه چې مېزبان ته یې د ځان تغذیه کولو فعالیت زیان اړوي. د اکسیجن، محافظت او خوړو لپاره په مېزبان تکیه کوي. په مختلف ډوله ژو کې پرازیت وي خو تر ټولو زیات یې حلزون مېزبان وي. د ځان تغذیه کولو د فعالیت په اړه یې مالومات کم دي خو په (oyster) کې چې کله مېزبان وي په پلانکټون یې ځان تغذیه کوي. هغه مخاطي تارونه کوم چې په مېزبان کې پرازیت ته خواړه راوړي د مېزبان لپاره زیان رسونکی کېدای شي.
جنسي اړیکه
د جنسي اړیکې لپاره نر د ښځې کاراپاس یا کلکه کاسه د څو ساعتونو لپاره موښي تر څو یې چې کاراپاس یا کلکه کاسه د جنسي اړیکې لپاره پرانیستل کیږي موښلو ته یې ادامه ورکوي.
په نوم کې یې د (pisum) کلیمه لاتیني ده او مانا یې نخود ده.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | ارتروپوډا |
فرعي فایلم | کروستاسیا |
کلاس | مالاکوستراکا |
ډله | دیکا پودا |
له ډلې لاندې | براکیورا |
کورنۍ | پېنو تېریډای |
نسل | پینو تېرېس |
هم مانا یا مترادف نومونه
Pinnotheres cranchii
Pinnotheres latreilli
Pinnotheres modiolae
Pinnotheres modioli
Pinnotheres mytilii
Pinnotheres mytilorum
Pinnotheres varians
Comments
So empty here ... leave a comment!