نړۍ ته انسانانو پېښ کړي ګواښونه

د اوزون طبقه
د اوزون طبقه د ځمکې له سطحې ۱۵ تر ۳۰ کیلومتره پورته په سټراټوسفېر کې ده. د اوزون طبقه په اتموسفېر کې موجود ګازونه دي او د ځمکې سپر یا زغره ګڼل کیږي، له ځمکې راتاو شوي دي او د لمر له ماوراء بنفش وړانګو د ځمکې ساتنه کوي کومې چې د انسانانو روغتیا ته زیان رسونکې وړانګې دي.

اوسمهال د اوزون طبقه د سوېل قطب له پاسه سورۍ شوې او له همدې امله نړۍ لکه د پخوا په څېر د لمر له زیان رسونکو وړانګو په امن کې نه ده. اوس پوښتنه داده چې څه د اوزون طبقه کې سوری کړی ؟ هغو ګازونو د اوزون طبقه کې سوری کړی کوم چې د انسانانو د فعالیت له امله فضا ته خپریږي. په دې ګازونو کې کاربنیک ګازونه، میتان، نایتروجن او داسې نور شامل دي.

د ګازونو یوې کورنۍ کومه چې د سي اېف سي په نوم یادیږي د اوزون طبقې په سوري کولو کې تر ټولو لویه ونډه اخیستې. سي اېف سي هر هغه ترکیب ته وایي کوم کې چې کاربن، هایډروجن، کلورین او فلورین شامل وي. دا ګازونه معمولا په یخچالونو، اېرکنډېشنونو او سپرې ګانو په تولید کې کاریږي، همداسې پولیسټېرین پلاستیکي توکي هم ترې جوړیږي. له سي اېف سي ګازونو د مایکرو ایلیکټرونیک توکو تولید کې هم کار اخیستل کیږي لکه چېپونه او له چېپ سره نور واړه ایلیکترونیک توکي.

کومو شرکتونو چې سي اېف سي ګازونه د سپرې ګانو په تولید کې کارول د عامه خلکو له فشار او د حکومتونو له تصمیم وروسته داسې لار وموندله چې له سي اېف سي ګازونو پرته سپرې تولید کړي او تولید یې مارکېټ هم له لاسه ورنکړي ځکه چې دا شرکتونه د سپرې په تولید ډېرې زیاتې پیسې ګټي او که چېرې تولید یې مارکېټ له لاسه ورکړي له انفلاسیون سره مخ کېدای شي. اوسمهال ډېری هیوادونو کې چې تاسې سپرې اخلی پرې لیکل شوي چې له سي اېف سي ګازونو پرته تولید شوې سپرې ده.

 

 

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons