نیدرلنډ او هالنډ یو نوم ده ؟

ډېر خلک نیدرلنډ او هالنډ نوم د یو بل لپاره کاروي خوا دواړه یوه مانا نلري. دلته به یې لنډ تاریخ یا مخینې ته پام وکړو. د شمال لویدیځې اروپا د خاټول یا غاټول (land of tulips) ځمکو او د بادي ژرندو (windmills) سیمو ته د نیدرلنډ پاچایي (Koninkrijk der Nederlanden) وایي کومه چې په ۱۵۷۹ کې تاسیس شوې وه. دا پاچایي له څو ولایتونو او ښارونو جوړه وه او موخه یې د هسپانیا سره مقاومت کول وو. یو له دې ولایتونو څخه هالنډ وو چې اوسمهال په شمالي (Noord) او سوېل (zuid) هالنډ باندې وېشل شوی. ولې تر نیدرلنډ پاچایی خلک هالنډ ډېر پېژي؟ د دې لامل دا وو چې هالنډ کې امسټرډم، روتېرډم او هاګ ښارونه موجود ول د کومو د شتون په ذریعه چې هالنډ اقتصادي او سیاسي واګي په لاس کې لرل او له همدې امله ډېر بهرنیان د نیدرلنډ په ځای هالنډ پېژي.