هایډرویډ – Hydroid

د ډلې نوم ېې هایډروایډا ده، د کلاس نوم ېې هایډرو زوا ده، او د فیلوم نوم ېې سینیدارایا ده. د ژوند په اوږو کې د ژوند درې مرحلې یا دورې لري: په اوله دوره کې نري پلانولا لاروا دوره تېروي په دې دوره کې لامبو وهي، تر ۰.۰۴ انچه پورې اوږدوالی لري، په دې دوره کې په یو ځای کې استوګنه غوره کوي او میټامورفوز ترې جوړیږي. دوېمه دوره سیسیل یا په څه پورې نښتي وي چې دغه دوره ېې د پولیپ دوره یا شکل ده. درېمه دوره ېې د ګامټ تولیدولو دوره ده چې نر یا ښځه خپل جنسي سلولونه په اوبو کې پرېږدي او القاح رامنځته کیږي چې بیا ترې لاروا پلانولا بچیان جوړیږي او ځنې ډولونه ېې میدوسا شکل په اوبو کې پرېږدي. د هایډرویډ کالونۍ تقریبا تر ۲۰ انچه لوړوالي پورې موندل شوي دي. دغه کالونۍ د ښاخونو شکل لري او د بوټي په څېر ښکاري. په هر ښاخ کې ېې زوو ایډ (هایډروایډ پولیپ) موجود وي او هر یو ېې تونل ته ورته بدن لري. د بدن دیوالونه ېې دوه جدارونه لري او دغه د حجراتون دیوالونه د میسوګلیا په نامه نسجونو سره جلا کړې دي. د بدن په اخر کې خوله لري, د خولې چار چاپېره ېې ټینټکل، وېښته یا تارونه موجود وي. دغه کالونۍ له ودې کولو وروسته پلانولا بچیان پرېږدي او یا میدوسا تولیدوي او ازاد ېې په اوبو کې پرېږدي. ډېر ېې په سمندر کې ژوند کوي کم ېې په تازه اوبو کې هم پیدا کیږي. ټول تقریبا ۲۰۰۰ ډولونه لري چې د ځینو ژوند ېې له یو بل سره توپیر لي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons